ads

ننګرهار کې ښځینه پولیسو لپاره د لباس بدلولو شپږ بېلابېلې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

ننګرهار کې ښځينه پوليسو ته د دوه لکه یوشت زره امريکايي ډالرو په مالي لګښت د لباس بدلولو، مينځل خونو او تشنابونو ودانۍ له جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

نویسنده: sarwan
27 وږی 1396
ننګرهار کې ښځینه پولیسو لپاره د لباس بدلولو شپږ بېلابېلې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

ننګرهار کې ښځينه پوليسو ته د دوه لکه یوشت زره امريکايي ډالرو په مالي لګښت د لباس بدلولو، مينځل خونو او تشنابونو ودانۍ له جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د ننګرهار امنیې قومندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي وویل، چې دغه ودانۍ په امنیې قومندانۍ، د ترافیکو مدیرت، دویم ماموریت، لومړۍ حوزه، د صحي علومو په امریت او د سره رود په امنیې قومندانۍ کې دي، چې ټول پرې دوه لکه او یوشت زره امریکا یي ډالره لګښت راغلی دی.
په ورته وخت کې بیا د کورنیو چارو وزارت د بشر حقونو ریاست مشرې مل پاسوال حکمت شاهي وویل، چې دوی په مرکز او ولایتونو کې د ښځینه پولیسو لپاره ګڼې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
د ننګرهار امنیې قومندانۍ له لوري ښځینه پولیسو ته د سهولتونو د برابرولو لپاره دا ودانۍ په داسې حال کې پرانیستل کېږي، چې د چارواکو د معلوماتو له مخې په دغه ولایت کې ۵۲ ښځینه پولیسې په بېلابېلو برخو کې په دندو بوختې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA