ads

ننګرهار کې ډاکټرانو او درمل پلورونکو کاربنديز اعلان کړ

په ننګرهار کې ډاکټرانو او درمل پلورونکو د نا امنیو شدت له کبله کاربندیز اعلان کړ او امنیتي ارګانونه یې په بې غورۍ او پاتې راتګ تورن کړل.

نویسنده: sarwan
27 وږی 1396
ننګرهار کې ډاکټرانو او درمل پلورونکو کاربنديز اعلان کړ

په ننګرهار کې ډاکټرانو او درمل پلورونکو د نا امنیو شدت له کبله کاربندیز اعلان کړ او امنیتي ارګانونه یې په بې غورۍ او پاتې راتګ تورن کړل.
د روغتیايي سکتور مسوولین وايي، په ټیلفون ورته د مرګ ګواښونه کېږي او په عملي ډول یې ډېری هم مسلکي له چاودنو او بریدونو سره مخ شوي دي.
د درمل پلورونکو ټولنې مشر نجیب الله صاحبزاده خبریالانو ته وویل، چې د خپلو ستونزو په تړاو یې مسوولینو سره په تکراري ډول ناستې کړي، خو کومه مثبته پایله یې نه ده ورکړې.
روغتیايي کارکوونکي ولایتي اداره په ځانګړي ډول امنیتي ارګانونه په خپلو دندو کې پاتې بولي او وايي، چې دوی سره یې ناستو پرمهال د سمون او بدلون برخه کې خپله ناتواني ښودلې ده.
د ننګرهار امنیتي چارواکي بیا وايي، چې د امنیت خوندیتوب لپاره یې خپلې جدي هلې ځلې کړي او یو شمېر هغه کسان یې نیولي چې جلال اباد ښار کې یې د ماینونو اېښودلو پېښو کې لاس درلود.
د ننګرهار امنیې قومندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي وايي، نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی، چې خلکو ته یې ګواښونه هم کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اصنافو او کسبکرو اتحادیې مسوولینو هم حکومت ته د یوې اونۍ ضرب العجل ټاکلی او ویلي یې دي، چې که امنیت یې خوندي نه شي، نو سراسري اعتراضونه به پیل او کاربندیز به وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA