ads

ننګرهار: وروستيو درې اونيو کې ۹۳وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، په دغه ولایت کې یې د ځانګړو او ګډو عملیاتو پرمهال ۹۳ داعش او طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

نویسنده: sarwan
27 وږی 1396
ننګرهار: وروستيو درې اونيو کې ۹۳وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، په دغه ولایت کې یې د ځانګړو او ګډو عملیاتو پرمهال ۹۳ داعش او طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ننګرهار امنيې قومندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي دغه خبرې د دوشنبې په ورځ د خپلو درېیو اونیو د لاسته راوړنو په کنفرانس کې خبریالانوته وکړې.
رحیمي وویل، چې د ځانګړو او ګډو عملیاتو پرمهال ۸۰ وسله وال يې وژلي، ۱۳ تنه یې ټپیان کړي او له وسله والو سره د اړیکو په تور یې ۵۵ کسان نیولي دي.
نوموړی وایي، په دغو عملیاتو کې یې لسګونه مرمۍ او زیات شمېر چاودېدونکي توکي هم نیولي دي.
د رحیمي په خبره، دوی په تېرو درېیو اونیو کې د جلال اباد په ښار او ولسوالیو کې د وروستیو ۳۱ جنایي پېښو په تړاو ۴۱ کسان نیولي دي.
که څه هم امنیتي چارواکي د ناامنیو او جنايي پېښو مخنیوي برخو کې د خپلو لاسته راوړنو خبر ورکوي، خو ولسي خلک د ناامنیو شدت له کبله پر چارواکو نیوکې کوي او وايي، چې خپلې دندې یې په سمه توګه نه دي ترسره کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA