ads

ننګرهار كې ۱۲ وسله وال وژل شوي

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، اچين ولسوالۍ کې بې پيلوټه الوتكې نهه داعش وسله وال وژلي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، چې تېره ورځ ناوخته د اچين ولسوالۍ د مامند درې په ډاګه سيمه کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې د بريد له كبله نهه داعش وسله وال وژل شوي دي.

نویسنده: sarwan
27 وږی 1396

هغه زياته كړه، په ياد بريد کې د داعش وسله والو يو شمېر وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
بل لور ته چارواکي وايي، تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو بټي کوټ ولسوالۍ کې عمليات ترسره کړي، چې په مهال يې دري پاکستاني وسله وال وژل شوي دي.
داعش او طالب وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA