ads

جمهور رئيس غني د اسيايي نړيوالو لوبو د رسمي پرانيستې مراسمو کې ګډون وکړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني د ترکمنستان د جمهور رئيس په رسمي بلنه تېر ماښام عشق اباد کې د اسيايي نړيوالو لوبو د رسمي پرانيستې مراسمو کې ګډون وکړ.

نویسنده: sarwan
27 وږی 1396
جمهور رئيس غني د اسيايي نړيوالو لوبو د رسمي پرانيستې مراسمو کې ګډون وکړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني د ترکمنستان د جمهور رئيس په رسمي بلنه تېر ماښام عشق اباد کې د اسيايي نړيوالو لوبو د رسمي پرانيستې مراسمو کې ګډون وکړ.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، چې د ترکمنستان د جمهور رئيس له لوري اسيايي المپيک لوبو کې د ګډون کوونکي پلاوي د رئيسانو په وياړ برابره شوې مېلمستيا کې د ګډون په مهال جمهور رئيس غني او د دغه پلاوي نورو مشرانو ته قربانقلي بردي محمدوف هرکلى ووايه.
د ترکمنستان المپيک سټډيوم کې د جمهور رئيس غني او د ياد پلاوي د نورو مشرانو په حضور کې د اسيايي نړيوالو لوبو د رسمي پرانيستې مراسم د ترکمنستان د جمهور رئيس قربانقلي بردي محمدوف په پرانيستونكې وينا سره پيل شول.
د يادونې وړ ده، چې په عشق اباد کې ترسره کېدونکو اسيايي نړيوالو لوبو کې د افغانستان په ګډون د ۶۴ هېوادونو لوبغاړي د ورزش په ۲۱ څانګو کې لوبېږي.
ترکمنستان کې د ترسره کېدونکو اسيايي نړيوالو لوبو د رسمي پرانيستې مراسمو له پايته رسېدو وروسته جمهور رئيسي غني نيويارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې دوه اويايمه ناسته کې د ګډون په هدف د امريکا متحدو ايالتونو ته روان شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA