ads

د زابل په ښارصفا کې ټرافيکي پېښې ۴ تنه وژلي

د زابل په ښارصفا ولسوالۍ کې د دوو موټرو د ټکر له کبله څلور تنه ووژل شول.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال کليد ته وويل، چې په ښار صفا ولسوالۍ کې د یوه مسافر وړونکي ۴۰۴ ډوله موټر چې میوند وردک ټرانسپورټي شرکت اړوند دی او فيلډر ترمنځ نن شاوخوا ۱۲ بجې ټکر شوی، چې له کبله يې څلور تنه وژل شوي دي.

نویسنده: sarwan
26 وږی 1396

د ده په خبره، يو تن په ټپي حالت کې روغتون ته يوړل شو، خو د سختو ټپونو له کبله يې حلته ساه ورکړه.
چارواکي وايي، د میوند وردک شرکت موټر چلوونکی د پېښې له ځایه تښتېدلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې ډېری وخت ټرافيکي پېښې د موټر چلوونکو دې بې احتياطۍ له کبله رامنځته کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA