ads

جمهور رئيس غني ترکمنستان ته لاړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په يو ورځني رسمي سفر نن سهار د ترکمنستان پايتخت عشق اباد ته روان شو.

نویسنده: sarwan
26 وږی 1396
جمهور رئيس غني ترکمنستان ته لاړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په يو ورځني رسمي سفر نن سهار د ترکمنستان پايتخت عشق اباد ته روان شو.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، چې د هېواد جمهور رئيس به په دې سفر کې د ترکمنستان جمهور رئيس قربانقلي بردي محمدوف او د تاجکستان جمهور رئيس امام علي رحمان سره پر جلا کتنو سربېره د اسيايي لوبو د رسمي پرانيستې مراسمو کې هم ګډون وکړي.
جمهور رئيس غني سره په دې سفر کې د بهرنيو چارو سلب صلاحيت شوى وزير صلاح الدين رباني، د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر، د ماليې وزير اکليل حکيمي، د زېربناوو په چارو کې د جمهور رئيس ستر سلاکار محمد همايون قيومي او يو شمېر نور چارواكي هم ملتيا کوي .

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA