ads

کندوزیانو د دې ولايت د معارف ریاست په اداري فساد تورن کړ

کندوزيان په دې ولایت کې له معارف رياسته شکايت کوي او وايي، چې په دې رياست کې بډې اخیستل د خلکو لويه ستونزه ده.
په کندوز کې د ځوان غبرګون د مدني ټولنې مشر مسلم وایي، چې د یو شمېر نورو ادارو تر څنګ د کندوز ولایت د معارف ریاست کې ټول بستونه بېلابېل قیمتونه لري او پرته د رشوت ورکولو هېڅوک نه شي کولای چې دنده ترلاسه کړي.

نویسنده: sarwan
25 وږی 1396

مسلم د یو شمېر ښوونځيو په ښودلو سره وويل، چې یو تن معلمه د ازاد رقابت له لارې له یوې لرې پرتې سیمې ښوونځي ته بریالۍ شوې وه، خو کله چې ورڅخه د رشوت غوښتنه کېږي، نو معارف ریاست يې دنده کې ستونزه راولاړوي.
ميرزا محمد یو بل ځوان دی، چې موده وړاندې یې د کندوز د معارف له ریاست څخه د دندې د اخیستلو په موخه فورم ډک کړی، خو د دندې د ورکولو په بدل کې ورڅخه د رشوت غوښتنه شوې ده.
خو بل پلو د کندوز ولایت د معارف ریيس محمد رستم احمدي يه ځان لګول شوي تورونه ردوي او زیاتوي، چې دغو ځوانانو د معارف ریاست څخه غیر قانوني غوښتنې درلودلې او غوښتل یې چې د دوی یو شمېر ملګري په غیر قانوني ډول سره په یو شمېر ښوونځیو کې په دنده وګمارل شي.
د ځوان غبرګون د مدني ټولنې ځوانانو ګواښ وکړ که چېرته د معارف په ریاست کې د اداري فساد مخه ونه نیول شي، دوی به نور اقدامات هم وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA