ads

ننګرهار کې دیني عالمان د دوی د همسنګرو په وژل کېدو له حکومته ګیله من دي

په ننګرهار کې د دیني عالمانو د وژنو ځنځیري کړۍ اندېښنې رامنځته کړي او نیوکې پر امنیتي مسولینو دي، چې مخنیوي لپاره یې جدي اقدامات نه کوي.

نویسنده: sarwan
25 وږی 1396
ننګرهار کې دیني عالمان د دوی د همسنګرو په وژل کېدو له حکومته ګیله من دي

په ننګرهار کې د دیني عالمانو د وژنو ځنځیري کړۍ اندېښنې رامنځته کړي او نیوکې پر امنیتي مسولینو دي، چې مخنیوي لپاره یې جدي اقدامات نه کوي.
دیني عالمان وايي، بې غرضه او د حق د لارې ښوونکي ملا امامان په بې رحمۍ سره وژل کېږي، خو د پوښتنې او مخنیوي یې څوک نشته.
په تېره یوه اونۍ کې چپرهار ولسوالۍ کې د دیني عالمانو د وژنو دوه او په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې په ټول ننګرهار کې ۷ پېښې رامنځته شوې دي.
اندېښنې دا دي، چې که د دیني عالمانو ددې ډول مرموزو وژنو عاملین پیدا او د قانون منګولو ته ونه سپارل شي دا لړۍ به لا دوام پیدا کړي.
ددین عالمان د خپلو همسنګرو د وژنې پر پېښو خواشیني دي او له حکومت څخه غواړي چې د مخنیوي لپاره یې لاس په کار شي.
د دره نور ولسوالۍ د جامع جومات خطیب مولوي خلیل الله کليد ته وويل، د افغانستان د خلکو او خاورې دښنمان غواړي په دې ډول پېښو د ولسونو ترمنځ نفاق رامنځته کړي: (( دا کارونه ټول د هېواد د دښمنانو دي، دوی غواړي مذهبي عالمان له منځه یوسي، ځکه همدې عالمانو د روس پر وړاندې هم لومړی پاڅون کړی و.))
یو شمېر دیني عالمان وايي، دا ډول پېښې د افغانستان دښمنان ترسره کوي او غواړي د ممبر له لارې د حق د نارې په بندولو خپلو شومو موخو ته ځان ورسوي.
پر حکومت د علماوو نیوکې دا دي، چې د پرله پسې پېښو تکرار وروسته یې هم هغه کسان ونه نیول، چې د دین د عالمانو قتلونه کوي: (( عالمان د انبیاوو وارثین دي، موږ ټول یې باید په ساتنه کې ونډه واخلو، حکومت د دوی ژوند ساتلو ته هېڅ نه دي کړي.))
په همدې حال کې بیا د حج اوقافو ریاست چارواکي له امنیتي او کشفي ارګانونو ګیله من دي او وایي، چې تر اوسه پورې یې د یوه دیني عالم قاتل نه پیدا او نه یې پرې قانون پلی کړ.
د ننګرهار د حج اوقافو ریاست مرستیال لعل خان همت وویل، په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې یې یو دیني عالم هم خوندي نه دی او هر شېبه یې د سر وېره وي: (( دلته هېڅوک هم خوندي نه دي، نه عالم او نه معلم، که حکومت کوم کس د عالمانو قاتل پیدا او قانون پرې پلی کړی وی، نن به دا مسلې نه تکرارېدې.))
امنیتي مسوولین هم د دیني عالمانو اندېښنې پر ځای بولي؛ خو وايي، چې د پېښو عاملینو نیولو لپاره یې خپلې هلې ځلې پیل کړې دي.
د ننګرهار د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال وايي، چې جلال اباد ښار او ولسوالیو کې د دیني عالمانو خوندیتوب لپاره يې امنیتي ځواکونو ته ځانګړې سپارښتنې شوې دي: (( امنیې قومندان هم په دغه برخه کې امنیتي مسوولینو ته ځانګړې سپارښتنې کړې دي.))
د یو شمېر ولسي خلکو اندېښنې بیا دا دي، چې وسله والې ډلې او بهرني استخبارات غواړي د دیني عالمانو په وژنو مذهبي اختلافات رامنځته کړي، خو په خبره یې خپلو شومو موخو ته به ونه رسېږي.
ولسي خلک هم د دیني عالمانو د ژوند خوندیتوب لپاره پر مسوولو امنیتي چارواکو غږ کوي او وايي، چې خپلې هڅې دې لا چټکې کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA