ads

کابل کې د سويډن خيريه موسسې فنلنډۍ تښتول شوې کارکوونکې خوشې شوه

په کابل کې د سويډنۍ خيريه موسسې هغه فنلنډۍ کارکوونکې خوشې شوه، چې څه موده وړاندې تښتول شوې وه.
راپورونه وايي چې دغې مېرمنې د سويډن له يوې خيريه موسسې سره دنده ترسره کوله او د روان زېږديز کال د مۍ مياشتې په ٢٠مه له کابل څخه تښتول شوې وه.

نویسنده: sarwan
23 وږی 1396

د فنلنډ د بهرنيو چارو وزارت د وږي په ٢٣مه يواځې د هغې د خوشې کولو خبر ورکړى، خو نور جزئيات يې نه دي ورکړي.
دنوموړې مېرمنې د تښتونې پر مهال د سويډنۍ موسسې يو جرمنى کارکوونکی له يوه افغان کارکوونکي سره وژل شوي وو.
سرچينې زياته کړې اوس مهال د دې مېرمنې کورنۍ ته خبر ورکړل شوى دى او په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.
انسان تښتونه په افغانستان کې له اوږدې مودې راهيسې يوه ستونزه ده په ځانګړي ډول دغلته د پيسو لپاره ډېری افغانان تښتول کېږي، خو بهرني اتباع په دغه هېواد کې هم د پيسو او هم پر نورو حکومتونو د فشار راوړلو په هدف تښتول کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA