ads

د شپږيزې کرکټ ليګ سياليو کې بند امير ښامارانو سپن غر زمريانو ته ماته ورکړه

د شپږيزې کرکټ ليګ په اوومه لوبه کې نن ورځ بند امير ښامارانو د سپن غر زمريانو ته ماته ورکړه.
د لوبې ټاس د سپن غر زمريانو لوبډلې وګټه او لومړۍ يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

نویسنده: sarwan
23 وږی 1396
د شپږيزې کرکټ ليګ سياليو کې بند امير ښامارانو سپن غر زمريانو ته ماته ورکړه

د شپږيزې کرکټ ليګ په اوومه لوبه کې نن ورځ بند امير ښامارانو د سپن غر زمريانو ته ماته ورکړه.
د لوبې ټاس د سپن غر زمريانو لوبډلې وګټه او لومړۍ يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
بند امير ښامارانو لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۲ منډې وکړې او سيالې لوبډلې ته يې ۱۶۳هدف وټاکه.
سپن غر زمريانو لوبډلې د ۱۴ اعشاريه ۳ اورونو په لوبولو سره د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۸۰ منډې جوړې کړې او ټاکلی هدف يې پوره نه شو کړای او لوبه يې د بند امير ښامارانو ته بايلوده.
د دې لوبې په بريا سره بند امير خپله لومړۍ بريا خپله کړه. د بند امير توپ اچوونکو له لوري چتارا درې لوبغاړي ، دوه راشد خان او دوه لوغاړي شاهدالله وسوځول، چې شاهدالله بند امير لوبډلې ته په ۳۹ توپونو له ټولو ډېرې ۵۷ منډې هم جوړې کړې.
ټاکل شوې وروسته له غرمې د امو نهګنانو او مس عينک اتلانو تر منځ د نن ورځې دويمه سيالۍ ترسره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA