ads

حليمه يعقوب د سينګاپور نوې جمهور رييسه وټاکل شوه

ميرمن حليمه يعقوب په سينګاپور کې د مسلمان اقليت يوه غړې جمهور رئيسه وټاکل شوه.
ټاکل شوې حليمه نن لوړه وکړي. دا لومړی ځل دی چې يوه مسلمانه په سينګاپور کې جمهور رئيسه ټاکل کېږي.

نویسنده: sarwan
23 وږی 1396
حليمه يعقوب د سينګاپور نوې جمهور رييسه وټاکل شوه

مېرمن حليمه يعقوب په سينګاپور کې د مسلمان اقليت يوه غړې جمهور رئيسه وټاکل شوه.
ټاکل شوې حليمه نن لوړه وکړي. دا لومړی ځل دی چې يوه مسلمانه په سينګاپور کې جمهور رئيسه ټاکل کېږي.
حليمه يعقوب د ټاکنو د کميسيون د اعلان نه وروسته د خلکو په منځ کې په داسې حال کې راښکاره شوه، چې ټيکری يې په سر و او خلکو ته يې په وينا کې وويل، پرته له دې چې نژاد، ژبه، مذهب او عقيده په نظر کې ونيسي، د ټول ولس خدمت به کوي.
مېرمن يعقوب چې ۶۳ کاله عمر لري، له دې وړاندې د پارلمان رئيسه هم وه.
له اغلې يعقوب سره د جمهوري رياست په دې ټاکنو کې بل چا رقابت نه درلوده. دې د جمهوري رياست د انتخاباتو د ګټلو نه وروسته وويل چې د ټول ولس جمهور رئيسه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د ۱۹۶۵ ميلادي کال راپه دې خوا چې سينګاپور خپله ازادي اخيستې، د خلکو د عمل ګوند په کې واکمني درلوده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA