181
۲۳ وږی ۱۳۹۶
لیکونکی: اکمل ظاهر

ننګرهار کې يو ديني عالم وژل شوی

نا معلومه وسله والو د چپرهار ولسوالۍ د للمې کلي يو ديني عالم په ډزو وژلی دی.
د ننګرهار د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمد اصف شينواري کليد ته وويل، پرون ماذديګر ناوخته د بهسودو ولسوالۍ د نجم الدين اخندزاده په سيمه کې مخ پټو موټر سايکل سپرو وسله والو، د چپرهار ولسوالۍ د للمې کلي ديني عالم او د للمې لېسې ښوونکی مولوي غلام فاروق ټپي کړ، چې وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.
شينواری وايي، په دې وروستيو کې د مخ پټو وسله والو له لوري پر ښوونکو او ديني عالمانو بريدونه زيات شوي چې د اندېښنې وړ ده.
اصف شينواری پر امنيتي مسوولينو غږ کوي، چې د ښوونکو د امنيت ساتنې په برخه کې جدي پام وکړي او له وسله والو ډلو غواړي چې د معارف بې پرې والي ته په کتو دې ښوونکو او معارف ته زيان نه رسوي.
دا لومړی ځل نه دی چې په دې ولسوالۍ کې ديني عالمان او ښوونکي په نښه کېږي، بلکې په تېره اونۍ کې دا پر ديني عالمانو او ښوونکو درېيم مرګونی بريد دی.
تراوسه کومې وسله والې ډلې د دې بريد مسووليت نه دی منلی.

 

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *