70
۲۳ وږی ۱۳۹۶
لیکونکی: خوشحال سېلاب

غور کې د داعش ډلې ۵ تنه تبليغ کوونکي نيول شوي

د غور امنيتي چارواکي وايي، په دې ولايت کې د داعش ډلې ۵ تنه تبليغ کوونکي چې خلکو ته يې د داعش ډلې د يوځای کېدو لپاره تبليغ کوه نيولي دي.
د غور ولايت د امنيې قومنداني مطبوعاتي دفتر وايي، دغه کسان د امنيتي ځواکونو له لوري هغه مهال نيول شوي، چې د فېروز کوه د لعل و سرجنګل ولسوالۍ په لوري روان وو.
د غور ولايت د امنيې قومنداني له مطبوعاتي دفتره کليد ته په رالېږل شوې خبرپانه کې راغلي، چې په نيول شويو کسانو کې يوه کس د نوراحمد په نامه اعتراف کړی، چې خلکو ته يې له داعش سره د يوځاې کېدو تبليغ کوه.
سرچينه وايي، له يادو کسانو اوس مهال د غور ولايت امنيې قومندانۍ کې څېړنې او ګروېږنې روانې دي.

 

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *