71
۲۳ وږی ۱۳۹۶
لیکونکی: روح الله سروان

ارګ کې د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندانۍ غونډه جوړه شوه

د جمهور رئيس محمداشرف غني په مشرۍ تېره ورځ ماذديګر د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندانۍ غونډه جوړه شوه..
له ارګه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې د فارياب، جوزجان، بغلان، نورستان، کابل، ارزګان او فراه ولايتونو امنيتي وضعيت وارزول شو.
د يادو ولايتونو د امنيتي وضعيت په اړه له هړاخيز بحث وروسته، د امنيتي حالت د ښه والي لپاره مسوولينو ته لازمې لارښوونې وشوې.
دغه راز د راتلونکو درېيو مياشتو پر احتمالي ګواښونو غور وشو او غونډې د هېواد امنيتي او دفاعي مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې په لازمو تدابېرو او تياريو د دښمن شوم پلانونه خنثی کړي.
د غونډې په دوام د کورنيو چارو وزارت سرپرست ويس احمد برمک د وږي مياشتې د ۱۷ او ۱۸ نېټې د پېښو په اړه چې د وسله والو د ډزو له امله يو شمېر کابل ښاريان زيانمن شول، راپور ورکړ. هغه وويل، يو شمېر کسان نيول شوي او د زياتو څېړنو لپاره لويې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
غونډې پرېکړه وکړه، هغه کسان چې د وږي د مياشتې په ۱۷ او ۱۸ نېټه يې وسله پورته کړې او د عامه نظم د اخلال ترڅنګ د عامو وګړو د ځورونې لامل شوي، بايد جدي څېړنې ورڅخه وشي او قانون ورباندې پلی شي.

 

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *