د ميدان وردک ولايت په نرخ ولسوالۍ كې ملي پوليسو اوو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ميدان وردکو د امنيې قوماندانۍ وياند نقيب اميني كليد ته وويل، چې ملي پوليسو د نرخ ولسوالۍ په كريمدادخېل كلي كې طالبانو ته كمين نيولى و.
هغه زياته كړه، چې د جګړې په مهال څلور طالبان وژل شوي او درې تنه نور سخت ټپيان دي.
د اميني په وينا، په جګړه كې امنيتي ځواكونو ته كوم زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د ميدان وردکو امنيې قومانداني وايي، سږ كال په دې ولايت د هوايي بريدونو او كمينونو په ترڅ كې ګڼ شمېر طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې د تېرو كلونو په پرتله زياتوالى ښيي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ