د شپږيزه کرکټ ليګ سياليو په دويمه ورځ له غرمې وروسته د سپين غر زمريانو له بوست ساتونکو څخه لوبه د ۱۳ منډو په توپير وګټله.
د دې لوبې پچه د سپين غر زمريانو لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پرېکړه يې وکړه.
دې لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۳ منډې وکړې او سيالې لوبډلې ته يې ۱۹۴ منډې هدف وټاکه.
خو د بوست ساتونکو لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو او د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۰ منډې وکړې او دغه لوبه يې د سپين غر زمريانو ته په ۱۳ منډو وبايلله.
د ويلو ده، چې پرون سهار د مس عينک اتلانو او بند امير ښامارانو لوبډلو ترمنځ هم لوبه ترسره شوه، چې د شپږو منډو په توپير د مس عينک اتلانو وګټله.
د شپږيزه کرکټ ليګ شل اوريزې لوبې په الكوزي – کابل نړيوال لوبغالي کې روانې دي او په كې د امو نهنګانو، د بست ساتونكو، د بند امير ښامارانو، د كابل بازانو، د سپين غر زمريانو او د مس عينك اتلانو لوبډلې ګډون لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ