د اروزګان د استيناف محكمې نوي رئيس د عدالت د پلي كولو او د فساد د مخنيوي ژمنه وكړه.
فهيم الله نيازي د سې شنبې په ورځ د نوې دندې د پيلولو په مهال وويل، چې له فساد سره مبارزه او د عدالت تامينول به يې په کاري لومړيتوبونو کې وي.
نيازي له اروزګانيانو وغوښتل، چې له محاکمو سره همکاري وکړي، ترڅو دوى خپل هدف ته، چې د عدالت تامينول دي، ورسېږي او خلكو ته خدمت وکړي.
خلك په دې باور دي، چې محکمه د دولت د زړه حيثيت لري او په وينا يې، که دغه بنسټ له فساد څخه پاک شي، نو په ټولو ادارو کې به شته ستونزې او فساد له منځه لاړ شي، خو خلك تر ډېره په عدلي او قضايي ارګانونو کې له فساد او قانون ماتونې څخه سر ټکوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ