ads

اروپايي ټولنې له افغانستان سره بېلابېلو برخو کې مرستو ته چمتووالی وښود

اروپايي ټولنه وايي، چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستو او همکاريو ته چمتو ده.
دا خبره د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې نوي سفير مياډون پير له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره تېره ورځ په ارګ كې د ليدنې په مهال وكړه.

نویسنده: sarwan
22 وږی 1396

د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې جمهور رئيس غني د يو لړ تشريفاتي مراسمو په ترڅ کې د اروپايي ټولنې د نوي سفير باورليک ومانه.
د هېواد جمهور رئيس مياډون پير ته د نوې دندې د مبارکۍ په مهال نوموړي ته په دغه نوي ماموريت کې د برياليتوب هيله وکړه.
همدارنګه دواړو لورو د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو، د اروپايي ټولنې هېوادونو ته د صادراتو او وارداتو د فرصتونو، اقتصادي ودې، په افغانستان کې د نساجۍ په برخه کې د اروپايي ټولنې د پانګونې او همکارۍ، د افغانستان د کانونو په سکټور کې د اروپايي ټولنې د تخنيکي مرستو او د سولې پروسې په اړه بحث او خبرې وکړې.
په پاى کې د اروپايي ټولنې نوي سفير په افغانستان کې پر خپل ماموريت خوښي وښوده او له دغه هېواد سره يې د يادې ټولنې د مرستو پر دوام ټينګار وکړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA