ads

شپږيزه کرکټ ليګ کې کابل بازانو او سپين غر زمريانو خپلو سيالانو ته ماتې ورکړې

د شپږيزه کرکټ ليګ سياليو په لومړۍ ورځ دوه لوبې ترسره شوې، چې په كې د کابل بازان او سپين غر زمريان لوبډلو خپلو سيالانو ته ماتې ورکړې.

نویسنده: sarwan
21 وږی 1396
شپږيزه کرکټ ليګ کې کابل بازانو او سپين غر زمريانو خپلو سيالانو ته ماتې ورکړې

د شپږيزه کرکټ ليګ سياليو په لومړۍ ورځ دوه لوبې ترسره شوې، چې په كې د کابل بازان او سپين غر زمريان لوبډلو خپلو سيالانو ته ماتې ورکړې.
دغه شل اوريزې لوبې په الكوزي – کابل نړيوال لوبغالي کې ترسره كېږي او په كې د امو نهنګان، د بست ساتونكي، د بند امير ښاماران، د كابل بازان، د سپين غر زمريان او د مس عينك اتلان لوبډلې ګډون لري.
پرون په لومړۍ لوبه کې د کابل بازان لوبډلې د بست ساتونکو ته ماتې ورکړه.
لوبه لومړى د بست ساتونکو پيل کړه او سيالې لوبډلې ته يې ۱۳۶منډې هدف وټاكه، خو د کابل بازان لوبډلې په ۱۷ اورونو کې دغه هدف پوره کړ او لوبه يې وګټله.
په دويمه لوبه کې د سپين غر زمريان لوبډله بريالۍ شوه، چې په خپله لومړنۍ سيالۍ کې د امو نهنګانو ته په سوپر اور کې ماتې ورکړي.
په سوپر اور کې د سپين غر زمريانو خپلو سيالانو ته ۱۸ منډې هدف وټاکه، خو د امو نهنګان لوبډلې د بلال خان په لومړنيو دوو توپونو دوه لوبغاړي له لاسه ورکړل او لوبه يې له کومې منډې پرته وبايلله.
د شپږيزه کرکټ ليګ سيالۍ، چې تېره ورځ په کابل کې پيل شوې، د روانې سپټمبر مياشتې تر ۲۲مې نېټې پورې به دوام وكړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA