ads

د کورنيو چارو وزير د هلمند د پوليسو د ستونزو د حل ژمنه وکړه

د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک پرون هلمند ته د سفر په مهال د دې ولايت د پوليسو عمومي وضعيت وارزاوه او د ستونزو د حل ژمنه يې وکړه.

نویسنده: sarwan
21 وږی 1396
د کورنيو چارو وزير د هلمند د پوليسو د ستونزو د حل ژمنه وکړه

د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک پرون هلمند ته د سفر په مهال د دې ولايت د پوليسو عمومي وضعيت وارزاوه او د ستونزو د حل ژمنه يې وکړه.
له نوموړي سره د هلمند والي حيات الله حيات د دغه ولايت د پوليسو اړوند د تشکيلاتو، تجهيزاتو او مهماتو په تړاو ځينې وړانديزونه شريک کړل او غوښتنه يې ترې وکړه، چې يادو برخو ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي.
د هلمند ولايت د رسنيو دفتر څخه كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د کورنيو چارو وزير په خبري غونډه کې هلمند ته د خپل سفر هدف روښانه کړ.
برمك وويل، هلته يې د پوليسو له رهبرۍ، افسرانو او موجوده پرسونل سره ځانګړې ناستې او ورسره يې د پوليسو د وضعيت په اړه هر اړخيزې خبرې وکړې.
د کورنيو چارو وزير زياته کړه، په درنو او سپکو وسلو د پوليسو سمبالښت، د موجوده تشکيلاتو اصلاحات او زياتوالی، د وسايطو او مهماتو ارزونه هغه اړين موارد دي، چې د اصلاحاتو لپاره پرې کار کول ورته لومړيتوب لري.
برمک په کورنيو چارو وزارت کې د فساد په ضد پر مبارزې ټينګار وکړ او ويې ويل، چې ياد وزارت به د فساد د زړه پر ځای د شفافيت په زړه بدل کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA