ads

د اسيايي سياليو برياليو افغان لوبغاړو ته نغدي جايزې ورکول کېږي

جمهور رئيس محمد اشرف غني تېره ورځ د المپيک ملي کمېټې، بدني روزنې او ورزش مسوولينو او همداراز هغو لوبغاړو سره، چې په نږدې راتلونکي کې په ترکمنستان کې د اسيايي رزمي سياليو پنځم پړاو کې ګډون کوي، وکتل.

نویسنده: sarwan
21 وږی 1396

په پيل کې د جمهور رئيس فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر د ترکمنستان د رزمي هنرونو او ورزشي سالون دننه د ترسره کېدونکو لوبو په پنځم پړاو کې افغان برياليو لوبغاړو ته د نغدي جايزو د ورکړې په اړه حکم ولوست.
په حكم كې راغلي، چې د سرو زرو مډال هر يوه ګټونکي ته به ۶۷۰ زره افغانۍ، د سپينو زرو هر يوه مډال ګټونکي ته به ۳۳۵ زره افغانۍ او د برونز مډال هر يوه ګټونکي ته به ۲۰۱ زر افغانۍ ورکړل شي.
وروسته جمهور رئيس غني وويل، نغدي جايزې د هېواد لوبغاړو ته د زياتې انګېزې ورکولو په خاطر دي، ترڅو په مادي او معنوي ملاتړ هېواد ته وياړ ور وبښي.
هغه زياته کړه، د ترکمنستان له اسيايي سياليو وروسته دې د ورزش د ودې او پراختيا لپاره د افغانستان د ورزش پر څلور کلن پلان کار وشي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA