340
۲۱ وږی ۱۳۹۶
لیکونکی: احمد الله څرګند

متوازنه پراختيا، پر دولت د باور وسيله

د افغانستان تر نيمايي ډېر وګړي په کليو او بانډو کې ژوند کوي او ډېری يې په کرنه بوخت دي. د لرې پرتو ولسواليو خلک، چې ښارونو ته يې لاسرسی ستونزمن وي، لږ له خپلو کليو بهر ښارونو ته ځي. هلته د زدهکړې کچه نسبتاً ښارونو ته ډېره ټيټه وي، ښوونځي يا نه وي يا تړلي وي او ماشومان له خپلو پلرونو سره په کروندو او د مالونو په څړ بوخت وي. همدغه علتونه دي، چې د کليو او بانډو خلک له حکومت او حکومتولۍ سره ډېر بلد نه وي.
دغه وضعيت د وسلهوالو مخالفينو تر ولکې لاندې سيمو کې نور هم د اندېښنې وړ دی. د جنوب لويديځې حوزې د ناامنه ولسواليو خلک تر دولت د طالب له نامه سره ډېر اشنا دي. دوی که دولت پېژني نو فقط د پوليسو او عسکر له نامه يې پېژني، ځکه دوی له هغو خدماتو بې برخي دي، چي يو دولت يې بايد خپل رعيت ته وړاندې کړي. دا چې د دغسې يو حالت او غير متوازنې پراختيا اغېزې به د خلکو پر ذهنونو او د سولې پر ټينګښت څه وي؟ د دې لپاره د افغانستان لپاره د بشري او پراختيايي خدمتونو ادارې او کليد ګروپ د کانټرپارټ نړيوالې ادارې په همکارۍ يوه غونډه رابللې وه، چي علتونه راوسپړي او حللارې ورته ومومي.
د بحـث يــو ګــډونــوال جــان محمـد صالح وويل، چي د هېواد هرې سيمې او هر فرد ته پراختيايي خدمتونه رسول، هغوی ته د دولت او نظام د حاکميت احساس ورکوي، پر خپل دولت د دوی باور ټينګوي او ملاتړ يې کوي. د ښاغلي صالح په باور، غير متوازنه پراختيا د دولت پر وړاندې د خلکو ذهنيت خرابوي چې له دغې موقع څخه د دولت وسله وال مخالفين په اسانۍ استفاده کوي او کله چې ذهني امنيت خراب شي، فزيکي امنيت هم خرابېږي.
برخه والو څو مهم علتونه ياد کړل چې په له منځه وړلو يې متوازنه پراختيا تضمينېدای شي. لومړی دا چې، د متوازنې پراختيا لپاره په ولايتونو کې باظرفيته بشري قوه نشته، چې متوازن پلان جوړ کړي. دويم سيمه ييز او ژبنی تعصب دی، چې په مرکزي ادارو کې يې رېښې غځولې دي. درېيم د دولت غير اختياري بودجه ده، چې د موسساتو له خوا پرته له همږغۍ لګول کېږي، چې نه توازن او نه لومړيتوبونه په پام کې نيسي. په ولسواليو کې د انکشافي سکتورونو د څانګو نه موجوديت، ناامني او د زورواکو تسلط يې هم علتونه په ګوته شول.
په افغانستان کې جګړه له ولسواليو راپورته شوې او ښارونو ته غځېدلې ده او تجربو وښودله، چې په هغو ولسواليو کي وسله وال مخالفين ډېر بريالي دي، چې دولتي خدمات نه دي ور رسېدلي يا پر نشت حساب دي. د غير متوازنې پراختيا لومړنۍ منفي اغېزه د سولې پر ټينګښت دا ده، چې خلک پر دولت بې باوره کوي او هغوی اړ کوي، چي وسله والو مخالفينو ته غېږه پرانېزي. د هغو سيمو خلک چې بشري او پراختيايي خدمتونه نه ور رسېږي، ډېری له فقر سره مخامخېږي او له نامشروع لارو خپلو اړتياوو پوره کولو ته مخه کوي. کله چې يوه سيمه له پراختيايي خدمتونو برخمنه او بله بې برخې وي، دغسې حالت محروم وګړي له مقابلې سيمې سره په تضاد او بېلتون کې اچوي. بالاخره، غير متوازنه پراختيا بې عدالتي ده، چې ولس ناراضه کوي او له ناراضه ولس څخه د ملاتړ او سولې په ټينګښت کې د مرستې تمه نه شي کېدای. له دغسي يو غير عادلانه نظام سره د يو ځای کېدو لپاره به طالب څنګه زړه ښه کړي؟
د متوازنې پراختيا د رامنځته کولو لپاره د غونډې برخه والو بېل بېل نظرونه درلودل. خو پر يوه نقطه د ټولو نظر يو وو او هغه دا چې د متوازنې پراختيا لپاره ناامني نه شي پلمه کېدای. ځکه چي طالبانو په څو ځله ويلي چې د ملکي خدمتونو ملاتړ کوي او په وړاندې يې خنډ نه جوړوي، چې ښه مثال يې د ملي پيوستون پروګرام دی او هغو سيمو ته يې خدمات ورسول، چې په پنځلسو کلونو حکومتي ځواکونه ورغلي نه وو.
په دويم قدم کې دې هغو کارونو ته په پراختيايي پلان کې ځای ورکړل شي، چې سوله ګواښي. مثلاً هغو سيمو ته بشري او رغنيز خدمات رسول، چي ډېرو ناامنيو ځپلي وي. د ښه پلان جوړولو لپاره ښې بشري قوې ته اړتيا ده. بلکې د بشري پراختيا متوازن پلان دې جوړ شي او په کومو برخو کې چې اړتيا وي، هماغسې بشري قوه دې وروزل شي. د دې لپاره بېلابېل ټريننګونه او بهرني سفرونه ګټور ثابتېدای شي.

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *