74
۲۱ وږی ۱۳۹۶
لیکونکی: حبیب وقار

د ژورناليزم سهار

له لنډمهالې ادارې راوروسته، هغه مهال چې لا ډېرو په افغانستان کې د مسلکي ژورنالېزم په نوم څه نه پېژندل، د ژورنالېزم او ورځپاڼه ليکنې يوې ځوانې او منلې هستۍ لکه لمر سر راپورته کړ، پر افغان ټاټوبي يې ژورناليزم له تورو تروږميو تر سهار راورساوه او لا هم په دغه کاروان کې لکه ونه مستقيم پر خپل مکان دی.
هغه چې ماشوم و، د کډوالو په پنډغالو کې لويېده، لا يې عمر د ډېر څه نه و چې د خبريالۍ په سردرو واوښت او قلم يې د لیکلو شوق او ذوق وموند.
د ژورناليزم او رسنیو د معاصرې دورې دا سهار نذير احمد سهار نومېږي، د لوګر ولايت د محمداغې ولسوالۍ د کتبخېلو د کلي اوسېدونکی دی. د سهار نيکونه له وزيرستان چې پلرنی ټاټوبی یې دی، د ډيورنډ کرښې د پيلامې پر مهال د اعتراض په توګه راځي او په لوګر کې مېشت کېږي چې بیا تر وروستیو پر همدې هوډ درېږي او تر اوسه همدلته دي.
د سهار پلار د هېواد په ملي پوځ کې د جګړن رتبه لري. کله چې په کابل کې جګړې زور اخلي، پلار يې د ستونزو له کبله دنده پرېږدي او دوی هم د نورو کډوالو په څېر خانه به دوش کېږي.
هلته د کډوالو په پنډغالي کې مېشت کېږي. پلار یې په وزيرستان کې د هېواد له يوه جهادي تنظيم سره دفتري کار کوي، په همدې ماموريت سره د خپل کور نفقه برابروي او د کډوالۍ پر مهال په ۱۳۶۱لمريز کال نذیر دې نړۍ ته سترګې غړوي.
نذیر هملته په ټانک سيمه کې د افغانانو په ښوونځي کې زدهکړې پيلوي، دی وايي چې ښوونځي يې کوټې، مېزونه، چوکۍ او نور وسايل نه لرل: ((په لومړي ټولګي کې مې چې زدهکړې پیل کړې ښه مې يادېږي، ښوونځی مو په يوه وچه کنده (ژورځای) کې و، سره لمر ته به په يوه ترپال ډوله فرش ناست وو، هغه د کډوالۍ ژوند ډېر سخت و. لږ وخت وروسته مو ښوونځی بل ځای ته بدل شو چې دې ښوونځي ته به مو يو ساعت مزل کاوه.))
سهار چې له ښوونځي راځي بیا له نورو هلکانو سره خپلې وزې د غرهلمنې ته د څرولو لپاره بیايي: ((د وزيرستان په ټول ژوند کې به مې له ماسپښين وروسته خپلې وزې په دښتو کې څرولې. کله کله به رانه ورکې شوې او د کلي د مسجد په لوډسپيکر کې به مو اعلانونه پسې کول چې که چا ليدلې وي.))
وزې به ځکه ترې ورکېدې چې دوی ماشومانو به هره ورځ د غومبسو (بمبرو) ځالې په لرګيو راړنګولې او هره ورځ به يې، په سترګو او مخ چيچلي وو.
نذير وايي چې يوه ورځ يې په خپلوانو کې واده و، خو خپله يې په سبا په ښوونځي کې ازموينه لرله، واده ته نه ځي او غواړي درسونه يې تکرار کړي، خو کله چې د کور نور غړي د واده په لور رخصتېږي، نذير کور کې په تنګ کېږي: ((سخت په تنګ شوم، ژړاژړا راتله،يوه قيچي مې پيداکړه، د کور د ټولو پردو څنډې مې پرې کړې چې تر اوسه هم پرې متل يم.))
نذير په ښوونځي کې نظر نورو شاګردانو ته منځنی استعداد لري، پنځم، درېيم او کله هم څلورم نومره کېږي: ((ژبې مې ښې زده کېدې، خو له الجبر سره مې جوړه نه وه، هېڅ به مې نه لوست. پلار به د کډوالۍ په ژوند کې هرڅه په ښه توګه راته برابرول، کتابچې، قلم او کتابونه دا هرڅه مو لرل.))
نذير تر اتم ټولګي په وزيرستان کې او بيا له هغه ځايه د پېښور شمشتو ته کډه کوي، هلته د قیس بن سعد د عالي ليسې په نهم ټولګي کې زدهکړې پيلوي او تر څنګ يې د ماسپښين له لوري د کور د لګښتونو د پوره کولو لپاره دوکانداري کوي: ((د کوڅې په سر کې مو دوکان جوړ کړی و، په دوکان کې به مې کورنۍ دنده هم پوره کوله او خلکو ته به مې سودا هم ورکوله.د رسامۍ شوقي وم، هر شی به چې مخې ته راغی، رسمونه مې یې ايستل.))
نذير په نهم ټولګي کې شعر ليکل پيلوي، دوی هره ورځ اخبارونه لولي له همدې کبله يې له شاعرۍ سره علاقه پيداکېږي، شعرونه د وحدت او سهار ورځپاڼې ته لېږي، يوه ورځ يې دوکان ته نږدې، خبريال وليالله شاهين راځي: ((شاهين زما شعرونه وکتل، خوښ يې شول او هر وخت به چې راتلو ماته به يې لارښوونه کوله، شاهين مې د شعر استاد دی، ډېر به يې هڅولم، څه وخت وروسته مې لومړی شعر په وحدت اخبار کې خپور شو چې له خوشالۍ په ځان نه پوهېدم.))
شعر او شاعري نذير له درسه باسي، ټوله ورځ ښه شعرونه او شعارونه پيداکوي او د ليسې په ديوالونو يې ليکي، د ښوونځي هم نذير ته پام اوړي. دوی يې د ليسې د دېوالي جريدې او فرهنګي کمېټې د یوې برخې د مسوول په توګه ټاکي: ((جريدې ته به مې شعرونه او ليکنې برابرولې، ټول وخت به په فرهنګي کمېټه کې بوخت وم، د ګهیځ له پلوه به سټیج ته هم پورته کېدم، نورو درسونو کې ښـه وم، خو په الجبریاتو مـې ســر نــه خـوږاوه، د الجبــر ښوونکي ته مې ويلي وو چې نه مې الجبر زده کېږي او نه مې خوښیږي، انجنیري او طب هم نه وايم، بیا يې اجازه راکړې وه چې د الجبر په ساعت کې خپل فرهنګي کارونه وکړم. خير دې يوسي.))
نذير په پای کې په ۱۳۷۷لمريز کال د قیس بن سعد له ليسې فارغېږي، دوی هملته اسلامي پوهنتون ته د کانکور ازموينه ورکوي او طب ته بریالی کېږي سره له دې چې انتخاب يې ادبيات او ژورنالېزم دي، خو ويلو ته يې په اندېښنه کې دی: ((سعودي کې مې تره کار کاوه چې خبر شو له ډېرې خوشالۍيې د څلورو مياشتو فیس يو ځای راولېږه، له همدې کبله يې ويلو ته اړ شوم، خو افغانستان کې د طالبانو په راتلو سره زموږ پوهنتون بند شو. د پوهنتون په بندېدو سخت خوشاله شوم، ځکه پي سي بي کې به استاد د بیو فزیک او الجبر درس ورکاوه خو ما به په ټولګي کې شعرونه او کیسې لیکلې، شعر پر یوه نوي لوري سوق کړم، خو له بده مرغه ډېر ښه فُرصتونه یې هم را نه واخیستل.))
د نذير له فراغت سره سم د هغه د (لونګو ځونډي) په نوم شعري ټولګه هم خپرېږي تر څنګ يې د (نازنين) په نوم يو ناول هم ژباړي او خپرېږي. سهار د محصلينو ټولنې د فـرهنـګـي کمېـټــې مسـوول کېــږي، دوی يو اخبار لري، ټولنه نذير د اخبار د مسوول مدير په توګه ټاکي: ((اخبار به مې هر وخت د کمپوز او ډيزاين لپاره سهار ورځپاڼې ته وړه، ورو ورو مې د سهار ورځپاڼې له مسوولينو سره هم وپېژندل.))
نذير په سهار ورځپاڼه کې د (بوډۍ ټال) په نوم خپرونه په وړيا توګه په مخ وړي، خو له يو کال وروسته ورځپاڼه نذير د رسمي کارکوونکي په توګه مني او د مصحح په توګه کار ورسره کوي، يعنې سهار په سهار کې په کار بوختېږي او يو پیاوړی خبریال ترې جوړېږي: د ((بوډۍ ټال خپرونې په زړه پورې معلومات مې د ((سرو زرو صندوق)) په نوم د کتابونو په ډول په پنځو ټوکونو کې د دانش خپرندويې ټولنې په مټ چاپ کړل. ترڅنګ يې د (ځونډي) په نوم زما د لنډو کيسو يوه ټولګه هم خپره شوه او يو بل هم د شاعرانو تذکره وه.)) نذير د ورځپاڼې تر څنګ له دانش خپرندويې ټولنې سره هم د کتابونو د تصحيح او ایډیټ په برخه کې کار کوي.
نذیـر له اسـلامـي پوهنتـون څخـه د افغـان پـوهنتون ژورنالېزم او ادبیاتو پوهنځي ته تبديلي کوي، د خپل ټولګي دويم نومره کېږي، خو له يو کال وروسته یې يو ځل بيا پوهنتون بند او خوست ته انتقالېږي.
سهار او پنځه کسه نور ملګري يې د دې په ځای چې خوست ته لاړ شي، کابل پوهنتون ته راځي او د کابل پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي ته د سويې ازموينې په پايله کې دويم ټولګي ته منل کېږي: ((په کابل کې له ډېرو ستونزو سره مخ شوو، لیليه مو نه لرله، د ده افغانانو په هوټلونو کې به مو شپې کولې، خو څه وخت وروسته چې بیا له محصلينو سره بلد شوو ليليې ته ورسره لاړو او د بدل اعاشې کارتونه مو واخيستل چې بيا مو حالت يو څه ښه شو.))
د سهار يوه استاده يوه ورځ پر ده شکمنیږي، چې ولې لکچر نوټ نه ليکي او دېته ګوري، خو استاده چې کله د سهار څنګ ته راځي حیرانېږي: ((استادې چې زما لکچر نوټ ته وکتل چې ددې د جملې له بشپړیدو سره سم یې په پښتو ژباړم، بېرته خپل ځای ته لاړه.))
سهـار پــر دې مهــال نهــه لیکـل شوي او ژباړل شوي کتابونه لري او د کابل پوهنتون ډېری ښوونکي او زدهکوونکي يې پېژني، سهار چې له مطبوعاتو سره پخوانی شالید لري، له څو مياشتې زدهکړو وروسته په کليد مجله کې د ځينو پاڼو د چلوونکي په توګه کار پیلوي او هلته د دريو کلونو لپاره کار کوي او په ۱۳۸۴لمريز کال له پوهنتون په دويمه نومره فارغېږي.
سهار له يوې استادې سره په يوه کلمه بحث کوي، استاده وايي چې په دري ژبه کې د (اش) روستاړی په همدې (اش) يو ډول راځي خو سهار ورته وايي چې نه کله چې توری په (ه) سره ختم شي لکه (سايه) بیا (اش) يعنې (سايه اش) راځي او کله چې په (ه) سره ختم نه شي لکه (اسم) بیا يوازې (ش) راځي لکه (اسمش) خو استاده يې نه ورسره مني: ((له فراغت وروسته يوه ورځ پوهنتون ته لاړم، همغه استاده د نورو استادانو له ډلې سره ناسته وه، نورو استادانو ته یې وويل دا شاګرد ډېر لايق و، يوه ورځ يې په يوه کلمه راسره بحث شو، سره له دې چې دی په حقه و، خو ما ونشو کړای چې په ټولګي کې قناعت ورسره وکړم.))
نذير سهار د کليد تر څنګ په ويسا ورځپاڼه کې هم د خبرونو د مسوول په توګه کار کوي او په دې مهال په خپل کلي کې واده هم کوي، له دې سره سم خپله کورنۍ له پېښور څخه کابل ته راولي.
سهار د خبریال په نوم يو پښتو وېبلاګ هم لري چې وېبلاګ يې په پښتو ژبه کې دويم وېبلاګ دی. هغه له کليد وروسته له طلوع سره د وياند په توګه کار پيلوي. څه وخت وروسته لمر ټلويزيون هم خپرونې پيلوي، سهــار پـه لمــر کــې د (يــوه خبره، دوه نظره) سياسي خپرونه او (د سپوږمۍ ښکالو) ادبي خپرونه جوړوي او خپروي، دلته هم اته مياشتې کار کوي.
سهار له لمـر ټلويــزيـون څخــه په اطلاعات او فرهنګ وزارت کې د ستراتيژيکو اړيکو په پروژه کې د شنونکي (تحلیلګر) په توګه کار پیلوي: ((موږ به د هېواد په کچه ټولې خپرونې اورېدې او بیا به مو يې وزارت ته راپور وړاندې کاوه او شاوخوا يو نيم کال مې کار ورسره وکړ.))
سهار له اطلاعات او فرهنګ وزارت وروسته په پژواک کې د يوې پروژې د مسوول په توګه د يو نيم کال لپاره کار کوي. وروسته سهار د حکومت د رسنيو مرکز ته ځي، مسوول مدير ټاکل کېږي، د ټولو فرهنګي چارو مسووليت ورپه غاړه کېږي: ((د حکومت د رسنيو مرکز وېبپاڼه نـه لــرلـه، جــوړه مـېکړه، يوه مجله مې هم پيل کړه چې تر اوسه خپرېږي، ځانګړې مناسبتي مجلې مو خپرولې، دلته مې د دريو کلونو لپاره کار وکړ.))
سهار یو څه وخت د خدمتګار په نامه د یوې ورځپانې مرستیال پاتې کیږي، خو له دې وروسته د حکومت د رسنيو د مرکز او خدمتګار ورځپاڼې کارونه پرېږدي او د کابل نيوز د ټلويزيون په پيلېدو سره د دې ټلويزيون د نشراتو رییس او مسوول مدیر په توګه کار پيلوي چې تر اوسه په همدې دنده کار کوي.
سهار ان د ليسې له وخته ليکوالي او ژباړې کوي چې تر اوسه يې د ۱۴کتابونو په شاوخوا کې ليکنې او ژباړې خپرې شوې دي چې ډېری يې مسلکي کتابونه دي لکه (مرکه څنګه وکړو، ټلويزيوني خبريالي، سخت او نرم خبر، د راپور ليکنې ارونه او نور.) سهار لا هم د غومبسو په ځاله کې ګوتې وهي، هغه د وزيرستان د وروستيو کلونو زړه بوږنوونکې پېښې اوناویلی داستان د يو کتاب په ډول خپروي چې نوم یې دی ((د غومبسو ځاله)). نو د غومبسو ځاله به په لنډ وخت کې خپور شـي. نــذيــر سهــار اوس پـه کابـل کې له خپلو څلورو اولادونو او کورنۍ سره خوشاله ژوند لري.

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *