د کندهار روغتيايي چارواکي وايي، چې د دې ولايت په درېيو ولسواليو کې د پوليو يا ګوزڼ ضد واکسين پر کمپاين بنديز لګېدلى او دوى هلته واکسين نه شي تطبيقولى.
وسله وال طالبان روغتياپالانو ته اجازه نه وركوي، چې د کندهار د شاوليکوټ ولسوالۍ ۲۴ کليو، نېش او ميانشين ولسواليو ته د واكسين د تطبيق په هدف ورشي.
د سيمه ييزو سرچينو په وينا، طالبان د دې کمپاين پر سر امتيازات غواړي، خو دولت او د واکسين د تطبيق اداره يې نه ورکوي.
د کندهار د کتلوي معافيت امر عبدالرشيد الکوزى وايي، د دې ستونزې د له منځه وړلو لپاره بېړنۍ هڅې روانې دي او دوى هڅه کوي، چې د سيمه ييزو اوسېدونکو په مرسته دا ګواښ له منځه يوسي.
پرون د جنوبي زون په درېيو ولايتونو کې د ګوزڼ ضد واکسين کمپاين پيل شو او په څلورو ورځو كې به لسګونه زره تر پنځو كلونو كم عمره ماشومان واکسين کړل شي.
سږ کال په ټول هېواد کې د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوي، چې پنځه يې په لوى كندهار كې دي.