ads

د شپږيزه کرکټ ليګ سيالۍ پيل شوې

د شپږيزه کرکټ ليګ سيالۍ نن سهار په الكوزي – کابل نړيوال لوبغالي کې پيل شوې.
په دې شل اوريزو سياليو كې د امو نهنګان، د بوست ساتونكي، د بند امير ښاماران، د كابل بازان، د سپين غر زمريان او د مس عينك اتلان لوبډلې ګډون لري.

نویسنده: ISMAT MAYAR
20 وږی 1396
د شپږيزه کرکټ ليګ سيالۍ پيل شوې

د شپږيزه کرکټ ليګ سيالۍ نن سهار په الكوزي – کابل نړيوال لوبغالي کې پيل شوې.
په دې شل اوريزو سياليو كې د امو نهنګان، د بوست ساتونكي، د بند امير ښاماران، د كابل بازان، د سپين غر زمريان او د مس عينك اتلان لوبډلې ګډون لري.
د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک وايي، چې د شپږيزه کرکټ ليګ په پنځم پړاو سياليو کې د پام وړ بدلونونه راغلي او دا ځل به دغه سيالۍ له نړيوالو معيارونو سره سمې ترسره شي.
د هوتک په وينا، په دې سياليو کې د ګډون لپاره شاوخوا ۳۰ بهرني لوبغاړي، روزونکي، لوبڅاران او د لوبو مبصرين کابل ته راغلي دي.
دا سيالۍ، چې نن سهار پيل شوې، د روانې سپټمبر مياشتې تر ۲۲مې نېټې پورې به دوام وكړي.
د شپږيزه کرکټ ليګ پرانيستغونډه تېره شپه په الكوزي – کابل نړيوال لوبغالي کې د سولې په فضا کې ترسره شوه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA