ټاکل شوې سبا د افغانستان د شپږيزه کرکټ ليګ سيالۍ پيل شي.
په دغه ليګ کې د هېواد له بېلابېلو زونونو شپږ لوبډلې لوبېږي، چې د يو شمېر افغان سوداګرو له لوري پېرل شوي او ملاتړ يې کېږي.
په دې ليګ كې د کابل، بندامير، امو، سپين غر، بوست او مس عينک لوبډلې لوبېږي.
د هرې لوبډلې له لوري درې يا څلور بهرني لوبغاړي هم اخيستل شوي او په دغه ليګ کې به لوبې وكړي.
دغه راز کرکټ بورډ وايي، چې په دې ليګ کې به سږ کال څه باندې ۳۰ بهرني لوبغاړي، روزونکي او تبصره کوونکي ګډون وكړي.
د شپږيزه كركټ ليګ شل اوريزې سيالۍ لس ورځې دوام کوي، چې د سپټمبر په ۱۱مه نېټه پيلېږي او د همدې مياشتې په ۲۲مه نېټه پاى ته رسېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ