ads

بغلان کې د کوکنارو کښت زيات شوی

په بغلان ولايت كې سږ كال د کوکنارو کښت د تېر کال په پرتله څو برابره زيات شوى دى.
د بغلان د امنيه قوماندانۍ د نشه يي توكو په ضد د مبارزې مدير نظام الدين نظام وايي، چې تېر کال د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې پر شاوخوا ۱۲۰ هکټاره ځمکې كوكنار كرل شوي وو.

نویسنده: sarwan
19 وږی 1396

خو د هغه په وينا، سږ کال د بغلان په ۸۴۹ هکټاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي دي.
نظام زياتوي، د ملګرو ملتونو د اړوندې ادارې د سروې له مخې، دغه کوکنار د بغلان په پنځو ولسواليو کې کرل شوي دي.
د بغلان د امنيه قوماندانۍ د نشه يي توكو په ضد د مبارزې مدير همدارنګه وايي، دوى پلان درلود، چې دا کښتونه له منځه يوسي، خو امنيتي ځواکونه يې پر جګړو بوخت شول او دې كار ته يې وخت پيدا نه كړ.
د بغلان چارواکي وايي، له کابل څخه يې د دغې ستونزې د هواري لپاره د مرستې غوښتنه کړې ده.
د دوى په خبره، تر ډېره کوکنار د بغلان په هغو سيمو کې کرل شوي، چې د حکومت په کنټرول کې نه دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA