ads

په کابل کې د چين سفير د بدخشان له خلکو سره د همکاريو ژمنه وکړه

د چين سفير د بدخشان له خلکو سره د بېلابېلو روغتيايي،پراختيايي او کرنې په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.
په کابل کې د چين سفير يو جينګ تېره ورځ بدخشان ولايت ته د سفر پر مهال د دې ولايت له اوسېدونکو سره د بېلابېلو پراختيايي، کرنې او روغتيايي پروژو په برخه کې د مرستې ژمنه وکړه، ځکه چې بدخشان يو غرنی او لرې پروت ولايت دی، نو ډېرې ستونزې لري.

نویسنده: sarwan
16 وږی 1396
په کابل کې د چين سفير د بدخشان له خلکو سره د همکاريو ژمنه وکړه

د چين سفير د بدخشان له خلکو سره د بېلابېلو روغتيايي، پراختيايي او کرنې په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.
په کابل کې د چين سفير يو جينګ تېره ورځ بدخشان ولايت ته د سفر پر مهال د دې ولايت له اوسېدونکو سره د بېلابېلو پراختيايي، کرنې او روغتيايي پروژو په برخه کې د مرستې ژمنه وکړه، ځکه چې بدخشان يو غرنی او لرې پروت ولايت دی، نو ډېرې ستونزې لري.
د بدخشان د والي وياند نېک محمد نظري د چين سفير له قوله ويلي، چې دوی ځکه دې ولايت ته سفر کړی، څو د خلکو اړتياوې وارزوي او مرسته ورسره وکړي.
چين د هغو هېوادونو له ډلې څخه دی، چې په تېرو شاوخوا ۱۵ کلونو کې يې په بېلابېلو اقتصادي برخو لکه د مس عينکو او د امو حوزې په برخه کې په افغانستان کې پانګونې کړې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA