د افغان کرکټ وتلي لوبغاړي راشد خان د ويسټ انډيز په کورنيو سياليو کې پرپله پسې درېيو توپونو درې لوبغاړي وسوځول چې په کرکټ کې هېټرېک بلل کېږي.
راشد خان لومړنی لوبغاړی دی، چې د سي پي ال په تاريخ کې هېټرېک کوي، دا په کرکټ کې د راشد خان لومړنی هېټريک هم دی.
دا هېټريک د چهارشنبې په ورځ په ويسټ انډيز کې د راشد خان د لوبډلې امازان واريرز او جامايکا تلهواس ترمنځ سياليو کې وشو.
راشد خان په دغه هېټريک سره د سي پي ال د پنځو غوره توپ اچوونکو مقام هم خپل کړ، چې په ۱۱ لوبو کې يې ۱۳ کسان سوځولي دي.
دغه سيالۍ تجارتيلوبې دي، چې په کې په لومړي ځل دوه افغان لوبغاړي محمد نبي او راشد خان لوبېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د محمد نبي لوبډله د دغو سياليو پايلوبې ته وتلې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ