د امريکا متحده ايالاتو ملګرو ملتونو ته په يوه پرېکړهليک کې وړانديز کړی، چې پر شمالي کوريا دې د تېلو پر پلورلو بنديز ولګول شي او د دې هېواد د حکومت او مشر کېم جونګ اون شتمني دې کنګل شي.
په دغې مسوده کې چې پرون امريکايي او نورو رسنيو ترلاسه کړې دغه راز غوښتنه شوې چې د کېم جونګ اون پر سفر کولو دې بنديز ولګول شي، د شمالي کوريا د نساجۍ صادرات او له دې هېواد بهر د سل زره کوريايي کارګرو تنخواوې دې بندې شي.
يادې غوښتنې د شمالي کوريا د قاره ويشتونکو او اټومي وسلو د پرله پسې ازموينو په ځواب کې کېږي.
د ملګرو ملتونو په مسوده کې دغه راز د شمالي کوريا د هوايي شرکت چې پيکېنګ او د چين نورو ښارونو او هم د روسيې ولادي واستوک ښار ته الوتنې کوي، د پانګې د بندېدو غوښتنه شوې ده.
د شمالي کوريا او د نړۍ د قدرتونو په تېره بيا د امريکا د متحده ايالاتو ترمنځ کړکېچ اوج ته رسېدلی دی.
د شمالي کوريا متحدينو، چين او روسيې هم د دې هېواد وروستۍ ازموينې غندلې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ