ads

هلمند کې لا هم ۸۸ ښوونځي تړلي

هلمند چې د افغانستان له لويو او مهمو ولایتونو بلل کېږي ۴۰۳ ښوونځي پکـې مـوجــود دي چــې لـه دې ډلې ۸۸ يې لا هم تړلي دي.

نویسنده: sarwan
15 وږی 1396
هلمند کې لا هم ۸۸ ښوونځي تړلي

هلمند چې د افغانستان له لويو او مهمو ولایتونو بلل کېږي ۴۰۳ ښوونځي پکـې مـوجــود دي چــې لـه دې ډلې ۸۸ يې لا هم تړلي دي.
د دغه ولایت د پوهنې رياست وايي، ۵۱ ښوونځي یې د قومي مشرانو او دیني عالمانو په مرسته پرانیستي دي او د پاتې بندو ښوونځیو د خلاصون هڅې هم روانې دي.
د هلمند د پوهنې رییس قدرتالله یعقوبي کلید ته وویل، په دې ولایت کې په څو وروستیو میاشتو کې ۵۱ تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیستل شوي او دې ښوونځیو ته يې د اړتيا وړ درسي توکي هم لېږلي دي.
نوموړي زیاته کړه، تر دې وړاندې په هلمند ولایت کې ۱۳۹ ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړلي وو خو د هغه په خبره د دیني عالمانو او قومي مشرانو په مرسته يې له دې ډلې ۵۱ پرانیستي دي او د پاتې ۸۸ ښوونځیو دروازې لا هم د زده کوونکو پر مخ تړلې دي: ((لکه څنګه مو چې يادونه وکړه، ۴۰۳بابه ښوونځي لرو، له دې ډلې يې ۱۳۹ بابه بند وو، خو کله چې زه راغلی يم ۵۱ بابه مو پرانیستل. موږ په داسې سيمو کې هم د زده کوونکو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانيستې چې چا يې فکر هم نه کاوه. تريخ ناور تاسې وګورﺉ، زموږ هغه سيمه ده چې ډېره محرومه ده خو موږ پکې فعالیتونه پیل کړل. نو په دې ډول به تاسې په راتلونکې کې په هلمند کې ډېرو نورو ښوونځيو د پرانيستل کېدو زيري هم واورﺉ.)) خو یعقوبي مني چې د دغه ولایت په ديشو او بغران ولسواليو کې چې تر دې مهاله پکې سم حکومتي واک هم نه چلېږي، يو ښوونځی هم فعالیت نه لري او ټول تړلي دي.
اما د هلمند د پوهنې رييس زېری ورکوي چې په دغه ولایت کې له ښوونځيو او پوهنې سره د خلکو د مينې کچه مخ په زياتېدو ده او په ځینو سيمو کې خپله خلکو ښوونځیو ته شخصي ځمکه ورکړې ده او د پوهنې بهیر له پراخېدو او ودې سره يې مرسته کړې ده: ((يو ستر او ښه واقعیت دا دی چې د پوهنې له بهیر سره د خلکو مينه زياته شوې ده، دوی ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. کله چې موږ غواړو يوه ولسوالۍ کې ښوونځی پرانيزو خپله يو شمېر خلک راځي او ښوونځي ته خپله شخصي ځمکه راکوي. له هغه وروسته چې زه هلمند ته راغلی يم، تر دې مهاله شاوخوا ۱۵ تنو خپلې يو نيم یا دوه جريبه ځمکې د ښوونځیو لپاره له موږ سره ثبت کړې دي. موږ دغه موضوع د املاکو رياست او د اراضي ادارې سره شريکه کړې ده او دا ځمکې مو د پوهنې وزارت اړوند کړې دي، نو د خلکو لېوالتيا تر دې حده ډېره شوې ده چې خپلې شخصي ځمکې زموږ په واک کې راکوي.))
له بل لوري بیا د دغه ولایت اوسېدونکي تر ډېره د پوهنې رياست له ادعاوو سره همغږي نه دي او ټينګار کوي، په هغو سيمو کې چې د وسله والو طالبانو تر اغېز لاندې دي ښوونځي نه دي پرانيستل شوي. دوی دغه راز اندېښنه ښيي چې د وسله والو د اغېز او وېرې له کبله نه شي کولی خپل اولادونه په ډاډه زړه ښوونځیو ته ولېږي. دوی دغه راز ټينګار کوي چې په دغه ولایت کې ښوونځيو ته د هلکانو د تګ پر وړاندې هم يو څه ستونزې شته، خو ښوونځیو ته د نجونو له تګ سره ډېر مخالفتونه وجود لري.
د دغه ولایت يوه اوسېدونکي کلید ته وویل: ((يو شمېر خلک هم د ښوونځیو له شتون سره جوړ نه دي، دودونه يې سره بېل دي، ځينو سيمو کې يې وسله وال طالبان هم نه پرېږدي او خپله ښوونځي هم ستونزې لري.))
د دغه ولایت يو بل اوسېدونکي کلید ته وویل: ((خلک وايي چې نجونې باید په ستر او حجاب کې وي، دغه راز په ځینو خلکو ښه نه لګېږي چې لور او خور يې له کوره ووزي او ښوونځیو ته لاړې شي. دوی وايي بیا نور خلک پېغور ورکوي چې څنګه يې لور يا خور مکتب ته ځي. له همدې کبله خلک زړه نه ښه کوي چې لور يا خور يې ښوونځي ته ولېږي.))
د دغه ولایت د پوهنې رياست د شمېرو له مخې دم ګړۍ په هلمند ولایت کې ۴۰۳ ښوونځي وجود لري چې له هغې ډلې ۸۸ يې لا هم تړلي دي. په ۳۱۵ فعالو ښوونځیو کې شاوخوا ۲سوه ۱۷زره او ۶سوه ۲تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي چې له دې ډلې ۶۱زره يې نجونې او پاتې هلکان دي. له بل لوري ویل کېږي چې د ناامنیو او تړلو ښوونځیو له کبله لا هم ۶زره ماشومان په کوڅو کې له زده کړو پرته رالويېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA