ads

شنې خونې که کرنيز انقلاب

افغانستان چې يو کرنيز هېواد بلل کېږي، ډېری خلک يې په کرنه بوخت دي، خو د افغانستان په ډېری سيمو په ځانګړي ډول سړو سيمو کې ځمکه يوازې يو ځل حاصل ورکوي او د دويم حاصل پر وخت هوا سړه او واوره ورېږي.

نویسنده: sarwan
13 وږی 1396
شنې خونې که کرنيز انقلاب

افغانستان چې يو کرنيز هېواد بلل کېږي، ډېری خلک يې په کرنه بوخت دي، خو د افغانستان په ډېری سيمو په ځانګړي ډول سړو سيمو کې ځمکه يوازې يو ځل حاصل ورکوي او د دويم حاصل پر وخت هوا سړه او واوره ورېږي.
له همدې کبله اوس مهال ډېری افغان بزګرانو شنو خونو يا ګرين هوسونو ته مخه کړې ده. دې نوښت د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې ښه پایله لرلې ده او ډېری کرنيز تولیدات له همدې خونو تر بازارونو رسېږي. په ځینو ولایتونو کې ان شنو خونو ددې ولایتونو د اړتيا وړ کرنيز تولیدات پوره کړي دي.

کندهار
د چنګاښ مياشتې په ۱۰مه په کندهار ولایت کې ۱۵تازه شنې خونې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې. د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي چې د ډنډ او دامان ولسواليو کې یې د کروندګرو د اقتصادي پراختيا په هدف ۱۵تازه شنې خونې جوړې کړې او خلکو ته يې د کار لپاره وړاندې کړې دي. د کندهار د کرنې او مالدارۍ رییس سيد حفیظ الله سعيدي په دې اړه رسنيو ته وويل: ((د دې ۱۵شنو خونو تر څنګ د يوولسو نورو د جوړولو کار هم روان دی چې اويا په سلو کې کار يې بشپړ شوی دی او ژر به يې خلکو ته د کرنې لپاره وسپارو. موږ په دې شنو خونو ۱۷۷۲۳۸ ډالره لګښت کړی دی.))

ارزګان
د روان کال د غبرګولي د مياشتې په ۲۰مه د کندهار په ګاونډ ولایت ارزګان کې هم اته شنې خونې جوړې او د کار لپاره خلکو ته وسپارل شوې. د ارزګان والي محمد نذير خروټي خلکو ته د شنو خونو د ورسپارلو پر مهال وويل چې یادې اته خونې هره يوه په یو جریب ځمکه کې جوړه شوې چې لګښت يې د اقليم د بدلون د پروګرام د موسسې له لوري ورکړل شوی دی او په يادو شنو خونو د ۲۹ميليونه افغانیو په شاوخوا کې لګښت شوی دی: ((د دې ولایت اقليم د کرنې لپاره وړ دی، ډېرې اوبه او پراخې دښتې لرو، موږ هڅه کوو چې په دې ولایت کې د کرنې په برخه کې پراخې هڅې وکړو، هم به خلک په کار شي، هم به د ګاونډيو هېوادونو له اړتیا خلاص وو او هم به خپلې پاکې ترکارۍ، مېوې او سبزيانې ولرو.))

فراه
د کندهار او ارزګان تر څنګ فراه يو له هغو ولایتونو دی چې اوس مهال هلته شاوخوا ۶۵زره وړې او لویې شنې خونې فعالې دي، د کرنې او مالدارۍ وزارت په وينا به سږ کال له دې شنو خونو ۱۱۰زره ټنه حاصلات ترلاسه شي. د کرنې او مالدارۍ وزارت وياند لطف الله راشد رسنيو ته وويل چې د فراه ولایت د شنو خونو حاصلات د تېر کال په پرتله ۲۰ په سلو کې ډېر شوي دي. راشد زياتوي: ((د فراه له شنو خونو هره ورځ زر ټنه محصولات اخيستل کېږي، سږ کال د يادو شنو خونو محصولات د تېرو کلونو په پرتله ډېر دي، د اټکل له مخې به سږ کال له دې شنو خونو ۱۱۰زره ټنه حاصلات ترلاسه شي.)) راشد همداراز زياتوي چې د فراه د شنو خونو حاصلات يوازې د دې ولایت تر لګښت او د دې ولایت د خلکو د اړتیاوو تر پوره کولو پورې تړلي نه دي، بلکې ډېری حاصلات به يې ګاونډيو ولایتونو او همداراز تاجکستان او ترکمنستان ته هم صادر کړل شي.
د کرنې وزارت وياند د فراه ولایت د بزګرو زحمتونه ستايي نوموړی زیاتوي: ((هيله لرو چې د هر ولایت بزګر د فراه د بزګرو په څېر کار او خدمت وکړي، دا هم د ځان او هم د خلکو لپاره خدمت دی، د فراه ولایت کروندګر به په روان ۱۳۹۶لمريز کال کې له خپلو ۶۵زره وړو او لويو شنو خونو ۳۰ميليونه ډالر عوايد ولري چې دوی دا لوی عاید په بل کار نه شوای اخيستی.))

خوست
د نورو ولایتونو تر څنګ خوست هم له دې بهیر شاته نه دی. په دغه ولایت کې سل شنې خونې فعالې دي چې د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري د کارډېف موسسې په مالي مرسته جوړې شوې دي. د خوست چارواکي وايي چې يادې شنې خونې په ټوليزه توګه د ۶سوه اويا زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړې شوې دي. د دې ولایـت والــي حکـم خــان حبـیـبـي په دې اړه وايي: ((له يادو شنو خونو به هرکال د ۶۵۰ټنه په شاوخوا کې تازه سبزۍ بازار ته وړاندې کېږي چې موږ به په دې سره وکولای شو، د خوست د خلکو د اړتیا وړ ټوله تازه سبزي، ترکاري او ځيـنـې مېـوې پـوره کړو او له دې پلوه به نور ګاونډيو هېوادونو ته اړ نه وو او په ځان به بسيا وو، ان دا چې وبه کولای شو، نورو ګاونډيو هېوادونو ته هم صادرات ولرو.))
همداراز د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ رييس سميع الله نصرت رسنيو ته وويل چې د يادو سلو خونو تر څنګ به په ياد ولایت کې ۵۰نورې شنې خونې هم جوړې کړي: ((موږ به د ۳نيم سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت ۵۰نورې شنې خونې هم جوړې کړو، په يادو خونو به ۷۰په سلو کې لګښت د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري او ۳۰په سلو کې به خپله د بزګرو له لوري ورکړل شي.))

پر ځان بسياينه
د خوست ولایت کروندګر وايي چې تر دې وړاندې خوست ته ټول سبزۍ او ترکارۍ له نورو هېوادونو راتلې خو له دې وروسته به دوی وکولای شي چې خپلې تازه، پاکې او ارزانه سبزۍ او ترکارۍ خلکو ته وړاندې کړي. د عطاءالله په نوم د خوست ولایت يو بزګر وويل: ((موږ تر پخوا ډېر خوشاله يو، هم خپلو خلکو ته خدمت کوو او هم ګټه اخلو، موږ به سږ کال د ۶۵۰ټنه په شاوخوا کې سبزي خپلو هېوادوالو ته وړاندې کړو، له دې وروسته به خوستيان د کال په دوولسو مياشتو کې تازه سبزۍ، ترکارۍ او سابه ولري.))
د عرف الدين په نوم خوستي بزګر وايي چې دوی له دولت خوښ دي چې په دې برخه کې یې مرسته ورسره کړې ده، خو بیا هم نه شي کولای چې د دولت له مرستې پرته پرمختګ وکړي: ((موږ له دولت خوښ يو چې شنې خونې يې راته جوړې کړې، خو له دې وروسته هم که دولت زموږ تر څنګ نه وي او همکاري راسره ونه کړي، پرمختګ به ونه شو کړی، زموږ ترکاريو، سبزيو او سبو ته مارکېټ په کار دی، که سم مارکېټ ولرو کار به مو پرمختګ وکړي او که يې ونه لرو، فکر نه کوم زموږ کارونه دې ښه نتیجه ورکړي.))
د خوست ولایت ډېری وګړي د شنو خونو له محصولاتو خوښ دي، دوی هيله لري چې هېواد به يې يوه ورځ په ټولو اقتصادي برخو کې پرمختګ کوي. د خوست ښار اوسېدونکی نعمت الله متونوال وايي، پخوا به د کال په يوه ځانګړي موسم کې تازه بادرنګ، مورچک، کاهو او نور سبزيجات پيداکېدل، خو اوس يې هر وخت موندلی شي: ((دا زموږ لپاره لوی پرمختګ دی چې د پخوا په پرتله مو کړی دی، موږ اوس په خوست ولایت کې په سلګونو شنې خونې لرو او هر وخت تازه سبزي او ترکاري پيداکولی شو، هم تر پخوا تازه او پاکه وي او هم يې بیه تر پخوا کمه ده.)) متونوال وايي چې دوی له هر لوري په ګټه کې دي، هم يې په سلګونو ځوانان په شنو خونو کې په کار بوخت دي، هم پاکه او تازه سبزي او ترکاري پیداکوي، هم د نورو هېوادونو له اړتیا خلاص دي او هم يې د هېواد د بزګرو اقتصاد ورسره لوړېږي.
د همدې ولایت د شنې خونې لرونکی عمرګل وايي چې دوی به پخوا په ژمي کې خپلې ترکارۍ او سبزۍ نه لرلې، خو اوس په ژمي کې له دې نعمت برخمن دي هغه وايي چې دوی هره ورځ د ورځې له ۱۵زره نيولې بيا تر ۴۵زرو افغانيو پورې عايد لري او د سرخلاصو ځمکو په پرتله اووه برابره حاصل ورکوي.
ټول هېوادوال په ياد پرمختګ خوشاله دي خو له دولت هيله لري چې په دې او نورو برخو کې له خلکو سره پراخې مرستې وکړي، دوی د شنو خونو تر څنګ له دولت په لوړه کچه او لوړ معيار سره د سړو خونو د جوړېدو غوښتنه هم کوي، څو وکولای شي د مني په موسم کې چې د هېواد ټولې مېوې پخېږي، له سړو خونو ګټه واخلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA