ads

د پاکستان د نوي دريځ په اړه هيلې او شکونه

د افغانستان د روانې جګړې او سولې په اړه د پاكستان نوي دريځ افغان مبصرين په دوه برخو وېشلي، يو شمېر يې د پاكستان نوي دريځ ته هيله من دي خو يو شمېر نور بيا د پاكستان ژمنو ته د شك په سترګه ګوري.

نویسنده: sarwan
13 وږی 1396
د پاکستان د نوي دريځ په اړه هيلې او شکونه

د افغانستان د روانې جګړې او سولې په اړه د پاكستان نوي دريځ افغان مبصرين په دوه برخو وېشلي، يو شمېر يې د پاكستان نوي دريځ ته هيله من دي خو يو شمېر نور بيا د پاكستان ژمنو ته د شك په سترګه ګوري.
د پاكستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف ويلي، چې هېواد به يې د افغانستان په سوله كې خپل رول ادا كړي.
د پاكستان د بهرنيو چارو وزارته په يوه خپره شوې اعلاميه كې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف له قوله ويل شوي، چې پاكستان په افغانستان كې د سولې او ثبات غوښتونكى دى او زياته كړې يې ده، چې هېواد به يې د ټولو هغه نوښتونو په عملي كېدو كې چې د سولې لپاره مطرح كېږي او د سولې او ثبات په راوستو كې د امكان تر بريده ګامونه اوچت كړي.
په همدې حال كې يو شمېر افغان سياسي شنونكي وايي، اوس پاكستان اړ دى، چې په خپلو تګلارو كې بدلون راولي.
د سياسي چارو شنونكى انتظار خادم وايي، ډېر داسې شواهد شته، چې پاكستان نړيوالو ته كاذبې هيلې وركړي او په وينا يې دغه دروغجنې هيلې نورې نړيوالو ته د منلو وړ نه دي.
خادم په ورته وخت كې زياتوي، تر هغه چې د امريكا په ستراتيژۍ كې بيا بدلون را نه شي نو پاكستان به په خپلو ستراتيژيو كې بدلون را نه ولي، ځكه د نوموړي په خبره اوس امريكا په پاكستان فشار راوړى او پاكستان د يو لړ مادي او معنوي ګټو د ساتلو لپاره اړ دى چې په خپله تګلاره كې د امريكا په خوښه او د افغانستان په ګټه بدلون راولي.
خو د سياسي چارو بل شنونكى سيد ناصر موسوي بيا د پاكستان له خوا د افغان سولې په لړۍ كې د مرستې ژمنې لنډ مهاله بولي او وايي، چې نه امريكا په پاكستان په فشار را وړلو كې ريښتنې ده او نه هم پاكستان له افغان سولې سره په مرستو كې په صداقت عمل كوي.
نوموړى زياتوي، چې په افغانستان كې د اوسني روان كړكېچ د حل لاره دا ده، چې يا له پاكستان سره مخامخ خبرې وشي او يا هم دولت كه په هر ډول وي، د طالبانو په ګډون ټول افغانان سره يو لاس او وروسته له يوه پياوړي موقف څخه له پاكستان سره خبرې اترې وكړي.
دا په داسې حال كې ده، چې جمهوررئيس محمد اشرف غني هم د تېرې جمعې په ورځ د لوى اختر له لمانځه وروسته په خپله وينا كې وويل، چې هېواد يې له پاكستان سره هر اړخيزو سياسي مذاكراتو ته چمتو دى او په وينا يې سوله د افغانانو ملي اجنډا ده.
د يادولو وړ ده، چې پاكستان له دې وړاندې هم ورته ژمنې كړي، خو د افغانستان په اړه د امريكا د نوې ستراتيژۍ له اعلان وروسته دا لومړى ځل دى چې پاكستان په افغان سوله كې د همكارۍ اواز اوچتوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA