ads

ډونالډ ټرمپ د امريکا په تکزاس کې له سېلاب ځپلو سره وليدل

د امريکا جمهور رييس د تکزاس ايالت هيوسټن ښار ته د وروستيو پراخو سيلابونو له کبله زيانمنو شويو خلکو سره د ليدلو په هدف رسېدلی.

نویسنده: sarwan
12 وږی 1396
ډونالډ ټرمپ د امريکا په تکزاس کې له سېلاب ځپلو سره وليدل

د امريکا جمهور رييس د تکزاس ايالت هيوسټن ښار ته د وروستيو پراخو سيلابونو له کبله زيانمنو شويو خلکو سره د ليدلو په هدف رسېدلی.
جمهور رييس ډونالد ټرمپ د دې طبيعي پېښې پر وړاندې د فډرالي، ايالتي او سيمه اييزو چارواکو تر منځ همغږي وستايله.
جمهور رييس ټرمپ له زيانمنو شوو سره په کتنه کې وويل، چې له دوی سره ګام په ګام ملتيا کوي او د بېرته رغونې په برخه کې يې ورسره د مرستو ژمنه وکړه.
د امريکا څلورم ستر ښار هيوسټن ته په دې سفر کې له ډونالد ټرمپ سره لومړۍ مېرمن ميلانيا ټرمپ هم ملګرې ده.
د هاروي په نوم سمندري توپان د تکزاس ايالت هيوسټن ښار سخت ځپلی دی، چې د ځايي رسنيو د راپورونو له مخې، لږ تر لږه ۵۰ کسان يې وژلي دي.
دې توپان لسګونه ميليارده ډالر مالي زيانونه هم اړولي دي او سپينې ماڼۍ د دې طبيعي پېښې د ځاني او مالي زيانونو د پوره کولو لپاره له کانګرس څخه ۷ عشاريه ۸۵ ميليارده ډالر غوښتي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA