د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې ځانمرګي بريد د عبدالظاهر قدير دوه ساتونکي وژلي دي.
د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې سيمه کې ولسي جرګې کې د ننګرهار د خلکو استازي حاجي عبدالظاهر قدير کور ته څېرمه دوو ځانمرګو بريد کوونکو بريد کړی.
د ننګرهار ولايت له مقامه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د عبدالظاهر قدير ساتونکو له لوري يو ځانمرګی بريد ګر وژل شوی او بل ځان ته چاودنه ورکړې.
د دوی په خبره، د پېښې سيمې ته امنيتي ځواکونه رسېدلي او اوس وضعيت ارام دی.
د بريد د مسووليت په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي.