د کندوز ولايت اوسېدونکي وايي، د مام صاحب ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په روزنيز مرکز بدله شوې ده.
د دوی په خبره، یاده ولسوالۍ له ګاونډي هېواد تاجکستان سره ګډه پوله لري، چې ياده ګډه پوله زرګونه جریبه ځمکې ځنګل پوښلې او وسله وال طالبان په همدې ځای کې خپل روزنيز کارونه ترسره کوي.
د کندز ولایت د امام صاحب ولسوال محبوب الله سعیدي مني، چې په یاد ځنګل کې د وسله والو طالبانو ستر مرکز جوړ شوي دي، خو زياتوي، چې په دې ولسوالۍ کې د کورنيو وسله والو طالبانو ترڅنګ بهرني طالبان هم شته.
په شمال خیتځ زون کې د ۸۰۸ سپین زر زون د پولیسو قومندان جنرال خلیل الله ضیایي هم مني، چې یو شمېر لوی مرکزونه به د کندز ولایت په ولسوالیو کې وي خو وایي، چې ډېر ژر به د وسله والو طالبان ټول مرکزونه له منځه یوسي.
د کندز امام صاحب هغه نا امنه ولسوالۍ ده، چې ۲ ځل یې د وسله والو طالبانو پر مټ سقوط کړی او له دې وړاندې څو ځل افغان امنیتي ځواکونو د وسله والو طالبانو د مرکزونو د منځه وړلو خبره کړې وه، خو تراوسه پورې کوم عملي اقدام نه دی لیدل شوی.