ads

د روغتيايي کارکوونکو ۹۴.۵ فيصده کمښت

د کلید ګروپ موندنې ښيي چې افغانستان د روغتيايي کارکوونکو د کمښت له لويې ستونزې سره مخ دی.
د دغه موندنو له مخې افغانستان دا مهال شاوخوا ۳۷زره روغتيايي کارکوونکي لري، خو د روغتيا د نړیوالې ادارې د معیارونو له مخې باید په افغانستان کې د روغتيايي کارکوونکو شمېر څه باندې ۶ لکه او ۷۱زره وي.

نویسنده: sarwan
5 وږی 1396
د روغتيايي کارکوونکو ۹۴.۵ فيصده کمښت

د کلید ګروپ موندنې ښيي چې افغانستان د روغتيايي کارکوونکو د کمښت له لويې ستونزې سره مخ دی.
د دغه موندنو له مخې افغانستان دا مهال شاوخوا ۳۷زره روغتيايي کارکوونکي لري، خو د روغتيا د نړیوالې ادارې د معیارونو له مخې باید په افغانستان کې د روغتيايي کارکوونکو شمېر څه باندې ۶ لکه او ۷۱زره وي.
په افغانستان کې د شته روغتيايي کارکوونکو شمېر د اړتیا وړ روغتيايي کارکوونکو يوازې ۵.۵٪ جوړوي، چې خورا ډېر کموالی ښيي.
په افغانستان کې د روغتیا د نړیوالې ادارې مسوولان وایي، د نړیوالو ستندردونو له مخې د هرو زرو کسانو لپاره ۲۳ روغتيايي کارکوونکي اړين دي. دوی په افغانستان کې د روغتیایي کارکوونکو شمېر د هېواد لپاره کافي نه بولي او په دې برخه کې د زیاتو کسانو په روزلو ټينګار کوي.
په داسې حال کې چې افغانستان د ۹۴ اعشاريه ۵ سلنه روغتیایي کارکوونکو له کمي سره مخ دی، د عامې روغتیا وزارت چارواکي ادعا کوي چې دا مهال په افغانستان کې ۵۷٪ وګړي په یو ساعت واټن سره روغتیایي خدمتونو ته لاس رسی لري.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال په هېواد کې په شاوخوا ۲۶ سوه دولتي او غیر دولتي روغتیایي مرکزونو کې ۴۵۰۰ ډاکتران له دغه وزارت سره په رسمي ډول ثبت دي: ((ددې تر څنګ یو شمېر نور ډاکتران هم شته چې په ازاد ډول له خصوصي روغتیایي مرکزونو سره په دندو بوخت دي)).
له بل لوري د مرکزي احصایې ادارې بیا په هېواد کې د فعالو روغتیایي مرکزونو شمېر ۲۱۷۳ او د ډاکترانو شمېر یې ۹۸۴۲ کسان ښودلی دی. د دغې ادارې د معلوماتو له مخې دا مهال په هېواد کې د هرو لسو زرو کسانو لپاره ۳ ډاکتران او ۵ بسترونه موجود دي.
د يادولو ده، چې تر دې وړاندې په خصوصي سکټور کې پانګې اچونې د ایسا یا له پانګې اچونې د ملاتړ ادارې سره ثبتېدلې خو اوس دغه اداره د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سره یو ځای شوې ده.
د دغه وزارت چارواکي وايي، په تېرو شاوخوا ۱۵ کلونو کې د روغتیا په برخه کې د خصوصي سکټور له لوري په ۴۸۲ مرکزونو کې نږدې ۳۵ میلیون ډالر پانګونه شوې ده، چې په کې ۸۵۹۷ کسانو ته د دندو زمينه برابره شوې ده.

د روغتيايي کارکوونکو کمښت
که څه هم په تېرو شاوخوا ۱۷ کلونو کې افغانستان د روغتیا په برخه کې یو شمېر لاسته راوړنې لري، خو تر دې مهاله د روغتيايي کارکوونکو د کمښت له سترې ستونزې سره مخ دی.
د مرکزي احصايې ادارې د هغه سروې له مخې چې په ۱۳۹۵ لمریز کال کې ترسره شوې څرګنده شوې، چې دا مهال د افغانستان په دولتي او خصوصي روغتيايي مرکزونو کې ۹۸۴۲ ډاکتران، ۲۱۵۰۲ د منځنیو طبي زده‌کړو پرسونل، ۱۶۵۸ دولتي او شاوخوا ۲۰۰۰ زره شخصي درمل جوړونکي، ۳۳۰۲ قابلې او ۱۲۰ د غاښونو ډاکتران فعالیت لري، چې مجموعي شمېر یې (۳۷۱۷۵) کسانو ته رسېږي.
خو هغه شمېرې چې د روغتیا نړیوالې ادارې له کلید سره شریکې کړې دي، څرګندوي، چې په افغانستان کې د روغتیايي کارکوونکو شمېر د معيار له کچې خورا ډېر ټيټ دی.
د دغه ادارې د معلوماتو له مخې دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۴ زره کسان له عامې روغتیا وزارت او نږدې ۱۵زره کسان له خصوصي کمپنیو سره چې په روغتیایي برخو کې کار کوي، په دندو بوخت دي.
د دغه ادارې د پروګرامونو د برخې مشر ډاکتر نجیب الله صافی وایي: ((په دغه کارکوونکو کې د وزارت او کمپنیو عادي کارکوونکي او غیر مسلکي کسان هم شامل دي.))
صافی زياتوي، د هرو زرو کسانو لپاره ۲۳ روغتيايي کارکوونکو ته اړتيا ده: ((هر زر کسان ۲۳ روغتیایي کارکوونکو ته اړتيا لري او په افغانستان کې د روغتیايي کارکونکو شمېر ته په کتو ډېرو نورو کسانو ته اړتيا ده، چې وروزل شي.))
د کلید ګروپ د موندنو له مخې د روغتیا د نړیوالې ادارې معیارونو او د افغانستان نفوس ته په کتو دا مهال افغانستان ۶۷۱۶۰۰ روغتیایي کارکوونکو ته اړتيا لري، خو یاد شمېر دا مهال په افغانستان کې یوازې ۳۷۱۷۵ کسان ښودل شوی، چې د اړتيا وړ روغتيايي کارکوونکو يوازې ۵ اعشاريه ۵ سلنه کېږي.
د یادونې وړ ده، چې د مرکزي احصایي د معلوماتو له مخې دا مهال د افغانستان د وګړو شمېر ۲۹.۲ میلیونه ښودل شوی دی.

نا انډوله وېش
په افغانستان کې د امنیت نشت، د سړکونو خرابوالی، له ښارونو لرې پرتې سیمې او بانډې هغه ستونزې دي، چې په دغه هېواد کې یې روغتیايي خدمتونه ټکني کړي دي او له کبله يې روغتيايي کارکوونکي هم په ناانډوله توګه وېشل شوي دي.
که څه هم په افغانستان کې د روغتیا له نړیوالې ادارې سره دا معلومات نشته چې په کومو ولایتونو کې څومره ډاکټران فعالیت لري، خو وایي چې د افغانستان په لویو ښارونو او لرې پرتو سیمو او بانډو کې ډاکتران په غیر عادلانه ډول وېشل شوي دي.
د روغتیا د نړیوالې ادارې د پروګرامونو د برخې مشر ډاکتر نجیب الله صافی وایي: ((په لویو ښارونو کې کافي تعداد ډاکتران شته، خو په لرې پرتو سیمو کې بیا ډاکتران نشته چې دا یوه لویه ستونزه ده او باید د عامې روغتیا وزرات ورته پاملرنه وکړي.))
د مرکزي احصایې ادارې د هغه سروې له مخې چې په ۱۳۹۵ لمریز کال کې ترسره شوې ده، په کابل، مزار شریف، هرات، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې تر نورو ولایتونو ډېر ډاکټران فعالیت لري. د دغه سروې له مخې ۳۸۱۰ په کابل، ۵۳۷ په بلخ، ۴۹۱ په هرات، ۴۵۰ په ننګرهار او ۳۳۰ ډاکتران په کندهار ولایت کې فعالیت لري چې په دې ښارونو کې يې ټوليز شمېر ۵۶۱۸ ته رسېږي او پاتې چې ۴۲۴۲ ډاکټران او روغتيايي کارکوونکي کېږي، د هېواد په ۲۹ نورو ولایتونو کې په بېلا بېلو شمېرو فعالیت لري.
د يادولو ده چې تر ټولو ډېر ډاکټران په کابل او تر ټولو کم بیا په نيمروز ولایت کې فعالیت لري.
د عامې روغتیا وزارت هم په ولایتونو کې د ډاکترانو غیر عادلانه ویش مني. د دغه وزارت وياند وحيد مجروح کلید ته وویل: ((په ټولنه کې د ډاکترانو غیر عادلانه ویش ددې سبب شوی چې په روغتیایي برخو کې شته ستونزې په ځای پاتې شي.))
نوموړي زياته کړه، د دغه ستونزې د هواري لپاره په پام کې ده چې د راتلونکو درېیو کلونو په اوږدو کې شاوخوا ۱۵۰۰ متخصصین په مختلفو برخو کې وروزل شي: ((دا کسان به له هغه سیمو د تخصص لپاره بهر ته لېږل کېږي او يا به هم په هېواد کې دننه روزل کېږي چې هلته روغتيايي اسانتياوې کمې او خلک يې له ستونزو سره مخ دي.))
خو د روغتیا د نړیوالې ادارې د پروګرامونو د برخې مشر ډاکتر نجیب الله صافی بیا هم د دغه ستونزې حللاره مساویانه وېش بولي: ((دا ستونزه په روزنه نه حل کیږي او د دغه ستونزې یوازینی حل د ډاکترانو عادلانه وېش دی.)) د ډاکترانو د غیرعادلانه وېش خبره داسې مهال کېږي چې یو زیات شمېر هېوادوال له لرې پرتو سیمو او ولایتونو د درملنې لپاره د هېواد پلازمېنې کابل او یا هم ګاونډیو هېوادونو ته د درملنې لپاره ځي.

د بسترونو د کمښت ستونزه
که څه هم د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي مرکزونو د جوړولو په برخه کې لاسته راوړنې لري خو لا هم لیدل کیږي چې د هېواد په يو شمېر سيمو کې روغتيايي خدمات له کيفي او کمي پلوه په خورا ټيټه کچه دي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال په افغانستان کې ۲۶۰۷ روغتیایي مرکزونه د ۸۴۲۴ بسترونو په لرلو سره د هېواد په مختلفو برخو کې فعال دي، خو د دغه وزارت ویاند وحید مجروح مني چې په هېواد کې د روغتیایي مرکزونو د شمېر کمښت ددې سبب شوی چې یوازې ۵۷٪ افغانان په یو ساعت واټن سره روغتیایي خدمتونو ته لاس رسی ولري: ((دا مهال که له روغتیایي مرکزونو څخه د خلکو واټن یو ساعت فرض کړو ۵۷٪ خلک روغتیایي خدمتونو ته لاس رسی لري او که دا واټن دوه ساعته ونیسو بیا نو ۸۷٪ وګړي روغتیایي خدمتونو ته لاس رسی لري چې دا فیصدي د نړۍ په نورو هېوادونو کې ډېره لوړه ده.)) د مجروح په خبره، په تېرو څو کلونو کې د اقتصادي او مالي ستونزو له کبله په هېواد کې د بسترونو ستونزه په ځای پاتې ده: ((په تېرو کلونو کې د روغتیا په برخه کې موقتي کارونه شوي او دا د دې لامل شوی چې د بسترونو او لویو روغتونونو د کمښت ستونزه په ځای پاتې شي.))
په داسې حال کې چې د عامې روغتیا وزارت چارواکي له دغه وزارت سره د ثبت بسترونو شمېر ۸۴۴۲ یادوي خو د مرکزي احصایې ادارې د ۱۳۹۵ لمریز کال په سروې کې راغلي چې دا مهال په هېواد کې ۱۵۶۰۲ دولتي بسترونه موجود دي چې له دغه ډلې ۱۳۵۵۴ یې د عامې روغتیا وزارت اړوند او پاتې نور یې په نورو دولتي ادارو پورې تړلي دي.
د یادونې وړ ده چې په خصوصي روغتونونو کې د بسترونو د شمېر په اړه نه د مرکزي احصایې ادارې کوم معلومات خپاره کړي او نه هم له عامې روغتیا وزارت سره په دې اړه معلومات شته.
له بل لوري د مرکزي احصایي ادارې د معلوماتو له مخې دا مهال په افغانستان کې د هرو لسو زرو کسانو لپاره یوازې ۵ بسترونه موجود دي چې د روغتیا د نړیوالې ادارې په خبره دا شمېر نسبت د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته ډېر ټیټ دی. د دغه ادارې د پروګرامونو د برخې مشر ډاکتر نجیب الله صافی وايي: ((د بسترونو او روغتیایي مرکزونو لپاره ستندرد په نړۍ کې توپیر کوي او په افغانستان کې د بسترونو شمېر نسبت ګاونډیو هېوادونو ته ډېر ټیټ ښودل شوی دی، دا مهال د افغانستان په لویو ښارونو کې د بسترونو ستونزه حل ده، خو په لرې پرتو سیمو او کوچنیو ولایتونو کې دا ستونزه لا هم په ځای پاتې ده چې باید جدي پاملرنه ورته وشي.))
اخوا په کابل کې د صحت طفل روغتون یو تن مسوول ډاکتر چې په دغه روغتون کې د ترینر متخصص په حیث دنده تر سره کوي وایي، دغه روغتون ته په ورځني ډول تر ۹سوه پورې ناروغان مراجعه کوي چې دا شمېره نظر د دغه رورغتون ظرفیت ته ډېره لوړه ده: ((په بسترونو کې د ناروغانو شمېر د بسترونو د ظرفیت سره هېڅ د مقایسې وړ نه دی، موږ د ظرفیت دوه یا دوه نیم چنده زیات ناروغان په بسترونو کې لرو.)) د نوموړي په خبره، په صحت طفل روغتون کې په ټولو شعباتو کې د بسترونو شمېر شاوخوا ۷۰ بسترونو ته رسیږي.
په داسې حال کې چې له دې وړاندې د خصوصي سکتور په برخه کې پانګې اچونې د آیسا یا له پانګې اچونې د ملاتړ ادارې له لوري ثبتیدلې، خو په دې وروستیو کې یاده اداره د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سره یو ځای شوه او اوس دغه معلومات له سوداګرۍ او صنایعو وزارت سره ثبتېږي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو شاوخوا ۱۵ کلونو کې د خصوصي سکتور لخوا د روغتیا په برخه کې نيږدې ۳۵ میلیون امریکایي ډالر پانګه اچونه شوې ده، د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي وایي: ((له ۲۰۰۳ میلادي کال تر ۲۰۱۶ میلادي کال پورې د روغتیا په برخه کې د ۴۸۲ شخصي کمپنیو او اشخاصو لخوا ۳۴۶۷۴۵۱۸.۲ میلیون ډالره پانګه اچونه شوې چې پکې ۵۸۹۷ کسانو ته د دندو زمینه برابره شوې ده.)) غوښتل مو چې د روغتیا په برخه کې په تېرو شاوخوا ۱۷ کلونو کې د لګول شوې پانګې په اړه د مالیې وزارت نظر هم واخلو خو له څو اوونیو پرلپسې هڅو وروسته هم د دغه وزارت چارواکي له کلید سره مرکې کولو ته حاضر نه شول.

د متخصصو ډاکترانو کمښت
په هېواد کې د متخصصو ډاکترانو نشت ددې سبب شوی چې یو زیات شمېر ناروغان له هېواده بهر په زیاتو لګښتونو درملنې وکړي.
د مرکزي احصایې ادارې د معلوماتو له مخې دا مهال په افغانستان کې یوازې ۹۸۴۲ ډاکتران موجود دي چې له دغه شمېرې یوازې ۴۵۰۰ ډاکټران د عامې روغتیا وزارت سره په رسمي ډول ثبت او پاتې نور یې په ازاد ډول دندې ترسره کوي.
ډاکتر عبدالرحمن رحیمي چې په کابل ښار کې له یوه شخصي روغتون سره د داخله ناروغیو د متخصص په حیث دنده تر سره کوي وایي: ((یوازې د هېواد په پلازمېنه کابل کې زیات شمېر متخصص ډاکتران راټول شوي، خو په نورو ولایتونو کې بیا د ډاکترانو شمېره ډيره کمه او یا هم بیخي نشته.)) په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت هم د متخصصو ډاکترانو د شمېر د کمښت ستونزه مني، خو وایي په ځینو برخو کې ډېر زیات متخصصین لرو، خو په ځینو نورو برخو کې بیا هېڅ نشته، د دغه وزارت ویاند وحید مجروح وایي: ((د داخله ناروغیو متخصصین ډیر زیات دي، خو د زړه او جراحي ناروغیو متخصصین بیا ډېر کم دي.)) د نوموړي په خبره د دغه ستونزې د هواري لپاره هم د عامې روغتیا وزارت خپل پلانونه لري چې یو یې هم تر درېیو کلونو پورې د ۱۵۰۰متخصصینو روزل دي.

پرمختګونه
که څه هم په هېواد کې لا هم روغتیایي خدمتونه په ټیټه کچه دي خو په تېره څه باندې يوه نيمه لسيزه کې د نورو برخو تر څنګ افغانستان په روغتيايي برخه کې د پرمختګونو شاهد دی. د روغتیا د نړیوالې ادارې د معلوماتو له مخې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې په افغانستان کې د روغتیایي مرکزونو شمېر له ۴۰۰ زیات نه و خو اوس د روغتیایي مرکزونو شمېر له ۲۵۰۰ مرکزونو اوړي. د دغه ادارې د پروګرامونو مشر ډاکتر نجیب الله صافی وایي: ((دا شمېرې د پخوا په پرتله ۵ یا ۶ برابره زیاتوالی ښیي.)) د نوموړي په خبره، د ماشومانو او میندو د مړینې په کچه کې هم د پام وړ کموالی راغلی دی: ((په ۲۰۰۱ او ۲۰۰۲ کلونو کې په هرو زرو ماشومانو کې ۲۵۷ یې مړه کیدل چې دا شمېره اوس ۵۵ ماشومانو ته راټیټه شوې ده.)) د صافي په خبره دا مهال په افغانستان کې له ولادت وړاندې او وروسته مراقبتونه زیات شوي: ((اوس ۵۰٪ ولادتونه تر روغتیایي مراقبتونو لاندې ترسره کېږي.)) صافي وویل، په ساري ناروغیو کې هم د پام وړ کمښت رامنځته شوی دی: ((پخوا افغانستان د نړۍ د هغه ۲۲ هېوادونو په کتار کې و چې په هغه کې د توبرکلوز ساري ناروغۍ موجودې دي خو اوس افغانستان له دغه نوملړ وتلی دی.))
د مرکزي احصایې ادارې یوه سروې چې په ۱۳۶۹ لمریز کال کې ترسره شوې څرګندوي چې په دغه کال په افغانستان کې یوازې ۱۷۲ روغتیایي مرکزونه موجود وو، همدارنګه د دغه ادارې یوه بله سروې چې په ۱۳۸۳ لمریز کال کې ترسره شوې ده، څرګندوي چې په یاد کال په افغانستان کې د روغتیایي مرکزونو شمېره ۱۰۸۷ ته پورته شوی و.
که څه هم د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال په افغانستان کې د شته روغتيايي مرکزونو شمېر ۲۶۰۷ ته رسېدلی خو د دغه چارواکي يې د افغانستان لپاره کافي نه ګڼي. د دغه وزارت وياند وحيد مجروح وايي: ((لا هم په هېواد کې داسې سیمې شته چې هغه ته د عامې روغتیا وزارت سپینې سيمې وایي یعنې لا هم هلته د روغتیایي مرکزونو د جوړېدو اړتیا ده.)) په افغانستان کې د روغتیا نړیواله اداره په روغتیایي برخه کې پرمختګونه د عامې روغتیا وزارت او په دغه هېواد کې د روغتیا د نړیوالې ادارې ګډې هڅې ګڼي.
د روغتیایي چارو یو شمېر کارپوهان وایي که څه هم په تېرو کلونو کې د روغتیا په برخه کې د پام وړ کارونه شوي، خو بیا هم د دغه وزارت لاسته راوړنې کافي نه دي.
په کابل ښار کې د یو شخصي روغتون د داخله ناروغیو متخصص ډاکتر عبدالرحمن رحیمي وایي: ((په هېواد کې روغتیایي مرکزونه کم او د یوه منظم جغرافیوي وېش پر بنسټ نه دي رامنځته شوي.)) د نوموړي په خبره تر څو چې دا وېش په سمه توګه ترسره نه شي، د عامې روغتیا وزارت لاسته راوړنې بې ګټې او خلک به ناراضه وي.
د رحیمي په خبره، د دې لپاره چې د عامې روغتیا وزارت ومومي په هېواد کې څومره روغتیایي مرکزونو ته اړتیا ده باید سروې ترسره شي او وروسته بیا د نفوس او جغرافيوي وېش پر اساس د روغتونونو شمېر، څرنګوالی او ځایونه معلوم شي.
اخوا په کابل ښار کې د یوه شخصي روغتون خاوند چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي کلید ته وویل: ((په دولتي روغتونونو کې د بسترونو ستونزه ډېره جدي ده او په دغه روغتونونو کې د بسترونو کمښت ددې سبب شوی دی چې په یو بستر کې دوه او یا هم له دوو زیات ناروغان وساتل شي.)) د نوموړي په خبره کله چې په یو بستر کې له یو څخه زیات ناروغان ساتل کیږي دا خپله مشکلات جوړولای شي: ((په یوه بستر کې د دوه ناروغانو ساتل نورې ناروغۍ زیږولای شي، د مثال په ډول ساري ناروغۍ لکه تور ژېړی او داسې نورې…)) د نوموړي په خبره، په دولتي روغتونونو کې د دغه ستونزو شتون ددې سبب شوی دی چې خلک په دولتي روغتیایي مرکزونو خپل باور له لاسه ورکړي او شخصي روغتونونو ته مخه کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA