د هرات د تېلو اتحاديې مسوولين وايي، چې دغه ولايت ته د تېرو کلونو په پرتله د بې کيفيته تېلو په وارداتو کې ۸۰ فيصده کمښت راغلی دی.
د يادې اتحاديې مشر احمد نويد وفا کليد ته وويل، چې اوس مهال د تېلو واردوونكي شاوخوا ۶۵ شرکتونه په هرات كې فعاليت كوي او هره ورځ له يو نيم تر دوه زره ټنه تېل دې ولايت ته واردوي.
د وفا په خبره، ياد شرکتونه دغه تېل له اسلام قلعه او تورغنډۍ بندرونه څخه راوړي.دا په داسې حال کې ده، چې اوس مهال هم د هرات د ولايتي شورا يو شمېر غړي او اوسېدونکي هلته د بې کيفيته تېلو له شتون څخه شکايت کوي.هغوی د هرات ولايت په نورم او سټنډرډ اداره کې د فساد شتون يو له هغو علتونو څخه بولي، چې د بې کيفيته تېلو په وارداتو کې مرسته کوي.