ads

د لويو ماليه ورکوونکو لپاره د برېښنايي خدمتونو سيسټم فعال شو

د ماليې وزارت د فساد د مخنيوي، د وخت د نه ضايع کېدو او د سترو ماليه ورکوونکو لپاره د اسانتياوو رامنځ ته کېدو په هدف د برېښنايي خدمتونو سيسټم جوړ کړ.

نویسنده: sarwan
2 وږی 1396
د لويو ماليه ورکوونکو لپاره د برېښنايي خدمتونو سيسټم فعال شو

د ماليې وزارت د فساد د مخنيوي، د وخت د نه ضايع کېدو او د سترو ماليه ورکوونکو لپاره د اسانتياوو رامنځ ته کېدو په هدف د برېښنايي خدمتونو سيسټم جوړ کړ.
د ماليې وزارت د عوايدو عمومي رييس عبدالحبيب ځدراڼ، تېره ورځ په کابل کې د دغه سيسټم د پرانيستې په مراسمو کې وويل، چې د دغه سيسټم په جوړېدو سره  به له دې وروسته اړتيا نه وي، چې ستر ماليه ورکوونکي د عوايدو برخې ته مراجعه وکړي.
نوموړي زياته کړه، له دې وروسته ماليه ورکوونکي کولاى شي د ماليې وزارت د عوايدو برخې ته له مراجعې پرته له انټرنټ پاڼې څخه د ماليه ورکوونکي د مشخصاتو فورمه ترلاسه کړي او له ډکولو وروسته يې په انلاين ډول بېرته ور واستوي.
د هغه په وينا، په ماليې وزارت کې ټولټال ٥٠٠ ستر ماليه ورکوونکي ثبت شوي دي، خو اوسمهال ٣٠٠ شرکتونه فعاله دي او سږکال له دغه سيسټم څخه کار اخيستلاى شي او راتلونکى کال واړه او متوسط ماليه ورکوونکي هم له ياد شوي سيسټم څخه برخمن کېږي.
د ځدراڼ د معلوماتو له مخې، هغه شرکتونه چې د سوداګرۍ حجم يې په کال کې له ٣٠٠ميليونه افغانيو ډېر وي، په سترو ماليه ورکوونکو کې شاملېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA