قطر له ايران سره بشپړ ډيپلوماټيکې اړيکې بېرته ټينګې کړې او په دې توګه يې د سعودي عربستان او د دې هېواد د يو شمېر نورو متحدينو هغه غوښتنې رد کړي چې له تهران سره د دوحه د پاتې اړيکو د پرېکولو لپاره کړې دي.
د قطر د بهرنيو چارو وزارت څرګنده کړه چې دا هېواد د ايران له اسلامي جمهوريت سره په ټولو برخو کې دوه اړخيزې اړيکې پياوړې کوي.
په يوه بيان کې ويل شوي، چې د قطر د بهرنيو چارو وزير شيخ محمد بن عبدالرحمن الثاني له خپل ايراني سيال جواد ظريف سره په ټيليفون پر دوه اړخيزو اړيکو او د هغو د پياوړي کېدو او پراختيا پر امکاناتو خبرې وکړې.
دا په داسې حال کې ده، چې د جون مياشتې راهيسې چې له قطر سره د يو شمېر عربي هېوادونو اړيکې پرې شوي تهران په تېره بيا دې هېواد ته د خوراکي موادو په استولو له دوحه سره د ملاتړ څرګندولو هڅه کړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ