ads

د افغانستان او امريکا ترمنځ د همکاريو د پيل د هوکړې ليک لاسليک شو

د افغانستان جمهور رييس محمداشرف غني په کابل کې د امريکا سفارت د شارژدافير په مشرۍ پلاوي او د غوڅ ملاتړ ماموريت عمومي قوماندان جنرال نيکولسن په حضور د افغانستان او امريکا د همکاريو تړون د پلي کېدو د پيلولو هوکړه ليک لاسليک کړ.

نویسنده: sarwan
2 وږی 1396

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ مازديګر د هوکړې د لاسليک پر مهال جمهور رييس غني وويل، امريکا د افغانستان بنيادي ملګری دی او دواړه هېوادونه متعهدانه او په ګډ ليدلوري د ښه راتلونکي لپاره کار کوي.
په ياده غونډه کې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر هم وويل، چې څلورګونې کمېټې به د ښې حکومتولۍ، سولې، امنيت او اقتصاد په برخو کې کار وکړي.
محمدحنيف اتمر زياته کړه، د دواړو هېوادونو تر منځ همکاري د دوه اړخيزو ژمنو پر بنسټ رامنځته شوې او افغانستان د بنيادي اصلاحاتو راوړلو ته ژمن دی. هغه ټينګار وکړ چې دواړه هېوادونه به په ګډه د دې تړون د عملي کولو په برخه کې کار وکړي. همدارنګه جمهور رييس غني ويلي، چې د دې هوکړې د عملي کولو لپاره بايد د همغږۍ منظمې غونډې جوړې شي او همکارۍ به په دوامداره توګه وي.
دا هوکړه ليک تر هغه دوه ورځې وروسته لاسليک شو چې ټرمپ د افغانستان او سوېلي اسيا لپاره خپله ستراتيژي اعلان کړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA