ads

خوست کې د (يو غږ او يو شعار) تر نامه لاندې د فوټبال سيالۍ پيل شوې

خوست کې د (يو غږ او يو شعار) تر سرليک لاندې د شپږو ولايتونو په ګډون د فوټبال سيالۍ پيل شوې.
د فوټبال فدراسيون سرپرست عبدالفتاح واکمن وايي، دغه سيالۍ د اروزګان او خوست (ب) لوبډلو په لوبه کولو پيل شوې، چې لوبه د يو يو ګول په وهلو مساوي پای ته ورسېده.

نویسنده: sarwan
2 وږی 1396

د د ه په خبره، په لومړۍ ورځ يوه لوبه ترسره شوه، خو نورې ورځې به دوه دوه لوبې ترسره کېږي.
د فوټبال فډراسيون سرپرست په وينا د يو غږ او يو شعار فوبټبال روانې لوبې اووه ورځې دوام کوي.
يادې لوبې له ماسپيښين درېيو بجو پيلېږي، چې نن په لومړۍ لوبه کې خوست الف او ب په خپلو کې پيل کړې او د دويمې لوبې لپاره به د ميدان وردکو او پکتيا لوبې ډلې ډګر ته ښکته شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA