ads

اتمر او تاداميچي يامامونو سيمه کې د سولې، سياسي او امنيتي حالت پر څرنګوالي خبرې وکړې

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر، په کابل کې د ملګرو ملتونو د سياسي استازوالۍ د فتر (يوناما) له مشر تاداميچي ياماموتو سره د سولې پر بهير او په سيمه کې د سياسي او امنيتي حالت پر څرنګوالي خبرې وکړې.

نویسنده: sarwan
2 وږی 1396

د ملي امنيت شورا له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پرون د ملي امنيت شورا سلاکار محمد حنيف اتمر د يوناما له مشر سره، په خبرو کې وويل، چې د افغانستان حکومت د سولې او مذاکراتو لپاره د پام وړ فرصتونه لري او تل يې د سولې او مذاکراتو له لارې د ستونزو هواري ته لومړيتوب ورکړی دی.
اتمر زياته کړه، چې د افغانانو په مشرۍ د سولې او روغې جوړې بهير د چټکتيا په موخه د کابل پروسه رامنځته شوې او د ترهګرۍ پر وړاندې د همغږي مبارزې لپاره د سيمه ييزې اجماع رامنځته کول يې مهم و بلل او په دې برخه کې يې د ملګروملتونو د ملاتړي رول غوښتنه وکړه.
په دې ليدنه کې تاداميچي ياماموتو د افغانستان له حکومت مننه وکړه، چې د ستونزو د حل په موخه يې د سولې او مذاکراتو لړۍ ته لومړيتوب ورکړی. نوموړي وويل، چې ملګري ملتونو د کابل پروسې له فعاليتونو ملاتړ کوي او سولې لپاره يې پر هر اړخيزو هڅو ټينګار وکړ.
خبرپاڼه زياتوي، چې ياماموتو له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې د روحيې رامنځته کول مهم وبلل او زياته يې کړه، چې له تروريزم سره د مبارزې په لاره کې د سيمه ييز اجماع د رامنځته کېدو له لرليده ملاتړ کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA