په غور ولايت كې د داعش ډلې يو مشهور قوماندان او يو ملګرى يې د خپل ماين په چاودنه كې وژل شوي دي.
د غور د امنيه قوماندانۍ وياند اقبال نظامي كليد ته وويل، دا پېښه د دې ولايت د مركز فېروزكوه ښار شمال لور ته د مرغاب په جوزګلان سيمه كې رامنځته شوې، چې په پايله كې يې د داعش ډلې مشهور قوماندان عبدالجبار له خپل يوه ملګري سره وژل شوى دى.
د نظامي په وينا، د داعش ډلې وژل شوى قوماندان د سړك غاړې ماينونو جوړولو ماهر و.
غور د هېواد په لوېديځ كې له ناامنو ولايتونو څخه دى، چې طالب او داعش وسله وال په كې پراخ حضور لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ