ads

غزني كې د كومانډو ځانګړو عملياتو ۱۵ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اړولې

د غزني ولايت په زنه خان ولسوالۍ كې تېره شپه د كومانډو ځواكونو ځانګړو عملياتو كې لږ تر لږه د دولت ۱۲ وسله وال مخالفين وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.

نویسنده: sarwan
30 زمری 1396
غزني كې د كومانډو ځانګړو عملياتو ۱۵ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اړولې

د غزني ولايت په زنه خان ولسوالۍ كې تېره شپه د كومانډو ځواكونو ځانګړو عملياتو كې لږ تر لږه د دولت ۱۲ وسله وال مخالفين وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.
په غزني كې د مېشتې ملي اردو د درېيمې لېوا وياند حنيف رضايي كليد ته وويل، دغو عملياتو شاوخوا يو ساعت دوام درلود، چې پر تلفاتو سربېره د مخالفينو يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواكونو لاس ته ورغلي دي.
رضايي وايي، د عملياتو په مهال امنيتي ځواكونو او ملكي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې تړاو غبرګون نه دى ښودلى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA