ads

شينډنډ كې د وسله والو طالبانو ترمنځ خپلمنځي نښته شوې

د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ كې د وسله والو طالبانو خپلمنځي نښته كې پنځو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: sarwan
30 زمری 1396
شينډنډ كې د وسله والو طالبانو ترمنځ خپلمنځي نښته شوې

د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ كې د وسله والو طالبانو خپلمنځي نښته كې پنځو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هرات د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر سرپرست نور خان نېكزاد كليد ته وويل، دا نښته تېره ورځ د شينډنډ ولسوالۍ په اوراين کلي كې د ملا رسول او ملا هبت الله د وسله والو ترمنځ شوې، چې په پايله کې يې د ملا هبت الله درې وسله وال وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.
نېکزاد وايي، نښته پاى ته رسېدلې او په سيمه کې وضعيت ارام دى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
شينډنډ د هرات ولايت له ناامنو ولسواليو څخه ګڼل کېږي، چې د دولت وسله وال مخالفين په کې پراخ شتون لري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA