ads

د ننګرهار په شېرزادو کې د دوو قومونو ترمنځ وسله واله نښته شوې

د ننګرهار د شېرزادو سیمه ییز چارواکي وایي، دغلته د دوو قومونو ترمنځ د شوکاڼې د غره په سر وسله واله نښته پیل شوې ده.

نویسنده: sarwan
30 زمری 1396
د ننګرهار په شېرزادو کې د دوو قومونو ترمنځ وسله واله نښته شوې

د ننګرهار د شېرزادو سیمه ییز چارواکي وایي، دغلته د دوو قومونو ترمنځ د شوکاڼې د غره په سر وسله واله نښته پیل شوې ده.
د شېرزادو ولسوال ملک حسن کلید سره په خبرو کې وویل، چې له نن سهار راهیسې د مرکیخېلو په سیمه کې د دوو قومونو پیرل خېل او شلل خېلو ترمنځ د شوکاڼې د غره په سر له لفظي خبرو وروسته نښته پیل شوې، چې اوس هم روانه ده.
ولسوال وایي، لا هم د دواړو لورو ترمنځ د درنو او سپکو وسلو ډزې کېږي، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې له دوی سره کوم ارقام نه دي شریک شوي.
نوموړی زیاتوي، یاده سیمه د حکومت له کنټروله وتلې او هلته وسله وال طالبان حاکم دي، ځکه نو دوی د پیل شوې نښتې د پای ته رسېدو لپاره هڅه نه شي کوی.
په شېرزادو ولسوالۍ کې د قومونو ترمنځ د یوه غره د مالکیت په سره دا نښته په داسې حال کې پیل شوې، چې له دې وړاندې هم دغلته څو ځله ورته نښتې تر سره شوې او په ډېرو کې یې مرګ ژوبلې هم اوښتې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA