ads

کانکور او ګيلې

د ۱۳۹۵ او ۱۳۹۶ کال په کانکور ازموېنه کې ۱۶۹۵۲۹ تنو زده کوونکو ګډون کړی و چې له دې شمېر څخه یې ۶۰۶۲۹ تنو د لوړو زده کړو عالي دولتي بسنټونو او ۳۱۶۲۹ یې د نیمه لوړو زده کړو بنسټونو ته لاره موندلې ده. که څه هم د لوړو زده کړو وزارت ادعا لري چې دا ځل د کانکور ازموينې ډېرې شفافې او پر معيارونو برابرې وې خو د دغه ازموينو يو شمېر ګډونوال وايي، د ناامنو ولایتونو زده کوونکو ته کمه ونډه ورکړل شوې او دغه راز يو شمېر هغه زده کوونکي چې د لوړو زده کړو خصوصي موسسو ته معرفي شوي دي د لګښتونو توان يې نه لري او بې وزله دي.

نویسنده: sarwan
29 زمری 1396
کانکور او ګيلې

د ۱۳۹۵ او ۱۳۹۶ کال په کانکور ازموېنه کې ۱۶۹۵۲۹ تنو زده کوونکو ګډون کړی و چې له دې شمېر څخه یې ۶۰۶۲۹ تنو د لوړو زده کړو عالي دولتي بسنټونو او ۳۱۶۲۹ یې د نیمه لوړو زده کړو بنسټونو ته لاره موندلې ده. که څه هم د لوړو زده کړو وزارت ادعا لري چې دا ځل د کانکور ازموينې ډېرې شفافې او پر معيارونو برابرې وې خو د دغه ازموينو يو شمېر ګډونوال وايي، د ناامنو ولایتونو زده کوونکو ته کمه ونډه ورکړل شوې او دغه راز يو شمېر هغه زده کوونکي چې د لوړو زده کړو خصوصي موسسو ته معرفي شوي دي د لګښتونو توان يې نه لري او بې وزله دي.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ډاکټر عبداللطیف روشان د کانکور د ازموینې د نتایجو د اعلان پر مهال وویل چې د کانکور ازموینې شفافي او په ښو معیارونو برابرې وې: ((د سږني کانکور د ازموینې شفافیت په دې کې و چې د لومړي ځل لپاره د بایمټریک سېسټم نه استفاده وشوه چې دې کار د کانکور په شفافیت کې موږ سره همکاري وکړه، موږ تېر کال تقریباً له دوه زرو څخه ډیرې سرغړونې درلودې چې سږ کال د دغو سرغړونو شمېر کم شوی او حتی ۱۱۰ ته رسېدلی دی.))
نوموړي وویل چې پر دې سربېره د خصوصي عالي تحصیلاتو موسسو ته د شامېلېدو په شرایطو برابرو کسانو شمېر ۵۵۲۶۶ تنه دی.
خو د کانکور په ازموينه کې د ناامنو ولایتونو يو شمېر ګډونوال وايي، له پایلو کتلو وروسته ورته څرګنده شوې چې له ناامنو ولایتونو د ګډون کوونکو د جذب کچه خورا ټيته ده او ډېری زده کوونکي له امنو سيمو او ښارونو پوهنتونونو ته لاره موندلې ده.
که څه هم د لوړو زده کړو وزارت ادعا لري چې د ښارونو زده کوونکو له دې کبله چې ډېر کورسونه لولي او شرايط ورته چمتو دي کولای شي ډېرې نمرې ترلاسه کړي، خو د ناامنیو سيمو دغه ګډون کوونکي وايي، دوی د ډېر درس لوستلو شرایط نه لري او د امنیت ټينګښت هم د حکومت کار دی له همدې کبله باید د دوی او نورو ګډون کوونکو ترمنځ دا توپیر وجود ولري چې دوی په ناامنو ولایتونو کې ډېرو اسانتياوو ته لاسرسی نه لري. له همدې کبله د دوی د جذب کچه هم له هغو سيمو سره برابره شي چې امنې دي او زده کوونکي يې د زده کړو له هر ډول اسانتياوو برخمن دي.
دغه ګډونوال همدا راز ګیله کوي چې ډېر زده کوونکي د خصوصي لوړو زده کړو موسسو ته بريالي شوي دي خو ډېری يې د دې توان نه لري چې د خصوصي لوړو زده کړو موسسو فيسونه ورکړي. دوی وايي، له دې کبله باید په دولتي لوړو زده کړو موسسو کې د جذب کچه ډېره شي څو ټول زده کوونکي له دولتي وړيا پوهنتونونو ګټه واخلي او له زده کړو پاتې نه شي.
له بل لوري کورنیو ته هم ښايي، هغه اولادونه يې چې د کانکور په ازموينو کې ناکام شوي دي، تر فشار لاندې ونه نيسي ځکه دغه پړاو د زده کړو يو حساس پړاو دی او زده کوونکي خپله هم له دغه ډول پايلو سخت ځورېږي او له ډول ډول روحي فشارونو او خفګانونو سره مخ کېږي، له دې کبله ښايي چې کورنۍ خپلو هغو اولادونو ته چې د کانکور په ازموينو کې يې ګډون کړی او بیا ناکام شوي دي، د نورو چانسونو او زده کړو زمينه برابره کړي او پرېنږدي چې اولادونه يې له زده کړو مايوسه، د کورنۍ او ټولنې د اوږو بار او بالاخره د روحي فشارونو په پایله کې له ډول ډول خطرناکو ناروغيو سره مخ شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA