د کونړ امنيتي چارواکي وايي، سرکاڼو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له لوري يوې توغول شوې د هاوان مرمۍ ۱۱ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د کونړ د امنيه قوماندانۍ وياند فريد دهقان کليد ته وويل، تېره ورځ د سرکاڼو ولسوالۍ په مربوطاتو کې وسله والو طالبانو د هاوان څو مرمۍ توغولي، چې يوه يې پر يوه کور لګېدلې او له كبله يې دوه نجونې وژل شوي، د کوچنيانواو ښځو په ګډون نهه تنه ټپيان شوي دي.
نوموړي زياته كړه، طالبانو دغه مرمۍ په داسې حال کې توغولې، چې ولايتي ادارې د سرکاڼو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي اردو په يوې لېوا کې د هېواد د خپلواکۍ د ۹۸ يمې کليزې مراسم ترسره کول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.